زابل: دمجاهدینو ورځ ولمانځل شول

جاويد احمد تنوير | فبروري 14th, 2013


دمجاهدینو دبریالي توب او دروسانو دسرو لښکرو ماتي په هیوا کی د۲۴ کلیزي سره برابره ده .دا ورځ په ټول افغانستان کی دروسانو څخه دبریاليتوبه په موخه لمانځل کیږی چی په زابل کی هم دپنشنبي په ورځ  ددولتي چارواکو ترڅنګ دګڼ شمیر ځایی اوسیدونکو په ګډون ولمانځل شول .په غونډه کی دزابل مرستیال والي محمد جان رسولیار وویل دروسانوسره په جګړه کی نژدی یونیم میلون کسان شهیدان شوي  ۶  میلونه ګډوال او یو میلون معیوب شول ، نوموړي زیاته کړی چی ددي سره سره افغانانو بیا هم خپله میړانه ښکاره کړه او دروس سرو لښګروته یی ماتي ورکړه په غونډه کی په ولسی جرګه کی دزابل دخلکو استازي حمید الله توخي وویل چی دولت باید دمجاهدینوسره  مرسته وکړي ځکه دده په خبره هغو په نه امکانانو ر دروسانو لښکر چاته وتمبول دیادونی وړده چی په هیواد کی دمجاهدیونو دبریالي توب ورځ پداسی حال کی لمانځل کیږي چی لا اوس هم پدی هیواد کی کورني جګړه دوام لري او یوشمیر بهرنۍ استخباراتي شبکي کوښښ کوي ترڅو دغه جګړه په کور دننه  نوره هم پراخه کړي .


Copyright Larawbar 2007-2024