د کوټې چاودنه، د ښځو او ماشومانو په شمول ٨٠ وژل سوي او ١٨٠ نور ژوبل سوي دي.

رفيع الله مندوخېل | فبروري 17th, 2013


په بلوچستان ايالت کې د ګورنر له واکمني وروسته په مرکز کوټه کې پر کيراني سړک په لومړۍ بمي چاودنه کې دوه سوه شپېته تنو ته مرګ ژوبله اووښتې ده. او يوار بيا په کې لسګونه هزاره توکمه شعيه مسلمانان وژل سوي او ژوبل سوي دي.
د کوټې د پوليسو مشرميرزبيرمحمود رسنيو ته ويلي، چې چاودنه پر کيراني سړک په هزاره کالونۍ سيمه کې رامنځته سوې ده، چې په کې د ښځو او ماشومانو په شمول اتيا تنه وژل سوي او تر يوسل اتيا زيات ژوبل سوي دي.
د نوموړي په وينا چاودنه د ريموټ کنټرول په واسطه سوې او په کې تر زر کېلوګېرامه پوري چاودېدونکي توکي کارول سوي، چې په يوه رکشه کې ځاى پر ځاى سوي وو.
په چاودنه کې وژل شوي او ژوبل شوي زياتره هزاره توکمه شعيه مسلمانان دي. ژوبل کسان په سمدستي توګه بولان روغتون او د کوټې نظامي روغتون ته وړل شوي دي. چې د زياترو حالت مرګونى دى.
د بلوچستان والي يا ګورنر نواب ذوالفقار مګسي پېښه غندلې، له نظامي روغتون څخه يې لېدنه کړې او په ټول ايالت کې يې د پېښي په ضد ماتم اعلان کړى دى. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او عوامي نېشنل ګوندونو په شمول ډېرى سياسي مذهبي ډلو هم پېښه په کلکو تورو غندلې او د يکشنبې په ورځ يې په ټول ايالت کې د ماتم او کاربنديز اعلان کړى دى. د شعيه مسلمانانو اتحاديې عزاداري شورا، شعيه علماء کونسل او مجلس وحدت مسلمين د چاودنې په ضد لس ورځنى ماتم او په کوټه کې کاربنديز اعلان کړى دى.
د پېښي پړه سني وسله واله ډلې لشکرجنګهوي پر غاړه اخيستې ده. د يادې افراطي ډلې وياند ابوبکرصديق له ناڅرګند ځايه رسنيو ته د ټليفون له لارې ادعا کړې، چې دا ځانمرګى بريد وو او د دوى د ډلې له خوا ترسره شوى دى.
د يادونې وړ ده چې په تېره جنوري مياشت کې پر علمدار سړک په غبرګو بمي چاودنو کې تر درې سوه پوري کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې وه. چې په کې وژل شوي اتيا هزاره توکمه شعيه مسلمانان وو، په زرګونه هزاره ګان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو، له خپلو مړيو سره د احتجاج په توګه واټونو ته راووتل. چې له درېو ورځواحتجاج وروسته د دوى غوښتنه ومنل شوه، او په بلوچستان کې د اعلى وزير نواب اسلم رئيساني حکومت ړنګ او پر ځاى يې والي ته د ايالت چارې وسپارل شوې. د ايالت د امنيت چارې ملېشه ځواکونه ته وسپارل شوې. خو د ګورنر يا والي په واکمني کې دا لومړۍ پېښه ده چې زياتره قربانيان يې هزاره توکمه شعيه مسلمانان دي. چې په وار په وار په بمي چاودنو او هدفي وژنو کې وژل کېږي.

http://www.facebook.com/rafiullah.mandokhail

Copyright Larawbar 2007-2024