زابل: هوایی ډګر جوړیږی
جاويد احمد تنوير
چارواکی وایی دزیاتو ستونزو سره سره په دي وتوانیده چی دمالي وزارت په کلني بودیجه کی ددي ولایت دهوایی ډګردجوړلو لپاره نژدی یو میلون امریکایی ډالره ځانګړي کړي .دزابل مرستیال او سرپرست والي محمد جان رسولیار وایی که څه هم دغه بودیجه ددي میدان دجوړولولپاره بسنه نه کوي خوزیاتوی چی ددي میدان کار په په نوی راروان کال کی پیل شی .دسرپرست والي په وینا دمیدان سکیج او اندازه معلومه شوی او غواړي ژر یی کار پیل شي په ورته وخت کی په ولسی جرګه کی ددي ولایت دخلکو استازي حمیدالله توخی وایی چی ددي میدان په جوړولوسره به دخلکو ډيری ستونزي هواري شی .نوموړي زیاتوی چی په ولسی جرګه کي ددي میدان دجوړولوپرسر دزیاتو ناندریو سره مخامخ شوی خو وتواندي ترڅو دهوایی ډګر دمنظرولو امر ترلاسه کړي .