روزګان : په جګړه کي ۴ طالبان وژل سوي دي

عطاالله محمدي | فبروري 17th, 2013


نن غرمه مهال د روزګان ولايت په مرکز ترينکوټ د لوړ سرخوم په سيمه کي د پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ دري ساعته نښته سوي چي په پايله کي يي څلور وسله وال طالبان وژل سوي دي .
د روزګان ولايت د امنيه قومانداني ویاند فرید عايل د پيښي د پخلي ترڅنګ وايي چي د وسله والو طالبانو مړي لا په سيمه کي پراته دي ، د عايل په خبره چي په پيښه کي پولیسو ته مرګ ژوبله نده اوښتي .
د پیښي په اړه لا تر اوسه وسله والو طالبانو څه ندي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024