کندهار:د مسلکي زده کړو اکاډمي په فعاليت پيل وکړ
عطاالله محمدي
د کندهار د عصري زده کړو په انسټيټيوټ کي په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت په مالي ملاتړ د مسلکي زده کړو اکاډمي په فعاليت وکړ.
د ياد انسټيټوټ مشر احسان الله احسان دمسلکي زده کړو د اکاډمي د افتتحاح په مراسمو کي وويل چي د کندهار د عصري زده کړو انسټيټوټ چي له څو کلنو راهيسي پکښي په زرګونه نارينه اوښځينه زده کونکي عصري زده کړي کوي او دوى په دې بريالي سوه چي د عصري زده کړو تر څنګ خپل هيواد وال په مسلکي زده کړو هم سنبال کړي.
احسان وويل چي د مسلکي زده کړو اکاډمي به د کندهار د عصري زده کړو د انسټيټوټ په چوکاټ کي فعاليت کوي ، چي مالي ملاتړ يي د يوه کال لپاره په کابل کي د امريکا د متحده ايالاتو سفارت وركوي .
د نوموړي په خبره چي په يادي اکاډمي کي به د ټولني د هري برخي کسان وکولاى سي چي دنورو زده کړو تر څنګ و مسلکي زده کړو ته هم لاس رسى پيدا کړي .
د کندهار ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پيتال د کندهار د عصري زده کړو د انسټيټيوټ د مسولينو هڅي چي د عصري زده کړو په اړه يي کړي وستايلي او هيلي يي وښوده چي د مسلکي زده کړو انستټيټوټ به هم وکولاي سي چي د عصري زده کړو تر څنګ دمسلکي زده کړو لېوال کسان هم راجلب کړي
ياده د وي ، چي دکندهار د عصري زده کړو انسټيټيوټ د تيرو څو کلنو په اوږدو کي په بېلابيلو برخو کي په زرګونو نارينه اوښځينه کسان روزلي ،او دا مهال هم پکښي په سلګونه کسان نارينه او ښځينه د کمپيوټر ،اداري او انګريزي ژبي په زده کړه بوخت دي .