سلګونه جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه سوه

د لراوبر اداره | فبروري 25th, 2013


په کندهار کي د دولتي ځمکو د غاصبينو په وړاندي د راپيل سوي لړۍ په لړ کي نن يو ځل بيا ٣٥٠ جريبه غصب سوي ځمکي د غاصبينو له منګولو خلاصي او د دولت ملکيت ته وسپارل سوې.

يادي ځمکي د کندهار دپنځمي ناحيې اړوند دښوراندام اوبای پاس په مربوطاتو کي دغاصيبنوله لوري غصب سوې وې چي دنړولو او داسناد دڅارولو لپاره يې دکندهار ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال، کندهار ښاروال محمد عمر عمر او داملاکي کمېسيون غړو تر پوره څارني وروسته خپله نوموړي ساحې ته ورغلل او پر ياده مځکه جوړ سوي ټول غير قانوني مارکېټونه او دوکانونه يې د دولت ملکيت ته وسپارل او امنيتي کمپنۍ ونړول سوې.

د يادې غصب سوي ځمکي له جملي څخه پر دوه سوه جريبه د خصوصي امنيتي کمپنيو قرراګاوي او پر يو سل او پنځوس جريبه ځمکه د خلکو له خوا مارکېټونه، دوکانونه او بېلابېل نور ځايونه جوړ سوي وو، چي له دې وروسته به د همدې ټولو ځايونو عوايد دولت ته تحولېږي.

دولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال په سيمه کي رسنيو ته د خبرو پر مهال وويل،دکندهار ولايتي ادراه دجمهور رئيس د٤٥ ګڼي فرمان،دکندهار والي له هدايت او داملاکي کمېسيون دغونډي دپرېکړي پر اساس به نور هيڅ چاته اجازه ورنه کړي چي دولتي ځمکي عصب کړي او زياتوي چي دولت د غصب سوو ځمکو په اړه ډېر جدي دی او ټولي غصب سوي ځمکي د زورواکانو له منګولو خلاصېږي او وروسته به ياده لړۍ ولسواليو او ليرو پرتو سيمو ته هم غځول کېږي.

کندهارښاروال محمد عمر عمر وويل، په کندهارښار او ولسواليو کي ډېری ځمکي دغاصبينو له خوا غصب سوي چي دوی يې دخلاصون لپاره جدي اقدامات پيل کړي.

همداراز کندهار ښاروال پر ټولو هيوادوالو ږغ وکړ چي نور دي دجعلي اسنادو دجوړولو او ځمکو لهغصب څخه لاس واخلي، ځکه چي د ټولو دولتي ځمکو اسناد له دولت سره خوندي پراته دي.

دغصب سو ځمکو دخلاصون لپاره ولايتي اداره خپل کارونه نور هم چټکوي چي څو ورځي وړاندي هم د همدې لړۍ له مخي دوه زره پينځه سوه جريبه غصب سوې ځمکه له زورواکانو خلاصه او عوايد يې دولت ته وسپارل سول.

Copyright Larawbar 2007-2024