طالبان:دبهرنيانو پر ټانک يې چاودنه کړې
طالبان وايي دهلمندولایت په سنګین ولسوالۍ کې د بهرنيانو زغروال ټانک ددوی لخوا په ښخ سوی ماين ور برابر سو .د طالبانو لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي
تېرماښام شاوخوا 8 بجې دسنګین ولسوالۍ دریګیانوپه سیمه کې د بهرنيانو دګزمي په ټانک دښخ شوي ماین په مټ رامنځ ته شوه.
طالب وياند قاري يوسف وايي دچاودني له امله ټانک په بشپړه توګه ویجاړاوپکې سپاره بهرنيان مړه او زخميان سويدي .
افغان چارواکو او بهرنيانو د طالبانو ددغه راپور تائيد ندئ کړی .