زابل:په تیرو دو ورځو کی دري کسان تروروشوی دی

جاويد احمد تنوير | مارچ 3rd, 2013


په زابل کی دتیرو دو ورځو راهیسي په مرکز قلات کی دري کسان دوسله والو کسانو لخوا ترورو شوی دی . وړمه ورځ په حاجي اظغر کلي کی یوه میرمن دنامعلومو وسله والو لخوا ووژل شول او تیره شپه دښار په زړه کی دملي اردو یو سرتیرو وسله والو موټر سیکل سپرو ووا ژه او نن سهار نهه بجي یوځل بیا وسله وال طالبان دیوه پولیس په وژلو بریالي کیږي . چارواکی هم دغه دري واړه پیښی تایدوی خو زیاتوی چی دپیښوپه اړه پلټني پیل شوی دی او یوازي دوژل شوی ښځي په اړه یوکس نیول شوی دی او دپاتو دو نورو کسانو دقضیو په اړه څیړني رواندي دی .دژمي په تیریدو او دپسرلي په نیوي کیدوسره له ده وړاندی پدی ولایت کی امنیتي غلچکي بریدونه زیات شوي او دسیمه ځایی خلک ویره لري که دولت ورته جدي اقدام ونه کړي نو دغه ډول پیښی په سیمه کی زور واخلي .

Copyright Larawbar 2007-2024