د نورستان والي محاصره شوي پولیس وژغورل

د لراوبر اداره | اگست 13th, 2013


له تیرو دوه ورځو را په دیخوا د نورستان ولایت مرکز او کامدیش ولسوالۍ په ګډو امنیتی پوستو وسلوالو طالبانو پراخ بریدونه پیل کړي دي د یاد ولایت چارواکي وايي چي په سیمه کي پولیسو له طالبانو سره جدي غبرګون ښودلي خو د طالبانو زیات شمیر ددي سبب شوي چي پولیس دي د مخاصري تر کرښي ورولي.
خو تیره ورځ ناوخته د نورستان والي تمیم نورستانۍ له ګڼو امنیتي ځواکونو سره سیمه ته رسیدلي او له یوي درني جګړي وروسته وسلوال طالبان شا تګ ته مجبور شوي دي
د نورستان والي تمیم نورستانۍ وايي چي په یاده جګړه کي دوه تنه وسلوال طالبان وژل شوي او یو بل تن ژوندۍ نیول شوي
دده په وینا چي طالبانو له څو خواوو په امنیتی ځواکونو بریدونه کول
خو د تازه دمه ځواکونو ورتګ طالبان ماتي کولو ته مجبور کړل
بل خوا بیا د وسلوالو طالبانو ویاند زبیخ الله مجاهد وايي چي په یاده پيښه کي ګڼو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتي نوموړي د خپلو ملګرو مرګ ژوبله او ماته نه مني
د یادولو وړ ده چي په دی ورستیو کي وسلوالو طالبانو د نورستان په ځینو سیمو کي بریدونو ته پراختیا ورکړي سیمیز چارواکي وايي چي وسلوالو طالبانو سره جدي غبرګون ښايي او طالبان بیا د دولت د کمزوري خبري کوي.

Copyright Larawbar 2007-2024