د فساد سره د مبارزې تر نامه لاندي لوبو کي د سپين غر راډيو لوبډله پاى لوبي ته ووته

عطاالله محمدي | مارچ 7th, 2013


دسپين غرراډيو دکرکټ لوبډله په دې بريالۍ شوه چې پاى لوبې ته لار پيدا کړي
په ننګرهار کې د رسنيو ترمنځ د فساد سره د مبارزې ترنامه لاندې د کرکټ په پيل شويو سياليو کې سپين غر راډيو پاى لوبې ته ووته.
د ختيځ زون د کرکټ بورډ مشر قرار عزيزي وويل په جلال اباد کې د رسنيو ترمنځ پيل شويو سياليو په لړ کې سپين غر راډيو د صفا راډيو سره په نيمه پاى لوبه کې مخامخ شوه، چې سپين غر راډيو وتوانيده په لومړى نيمه پاى لوبه کې صفا راډيو ته ماتې ورکړي او ځان يې نيمه پاى لوبې ته ورسو.
عزيزي زياته کړه، لومړى توپ وهنه صفا راډيو پيل کړه د شپږو لوبغاړو په سوځېدو يې په دولس اورونو کې يونوي منډې جوړې کړې.
سپين غر راډيو وتوانيده چې ټاکل شوى هدف د لوبې په وروستي اور کې پوره او نيمه پاى لوبې ته يې لاره پيدا کړه.
عزيزي زياتوي د نورو لوبډلو رن رايټ ته په کتو سره به يوه لوبډله په دوېمه نيمه پاى لوبه کې د اصلاح غږ راډيو سياله شي.
ياده دې وي دغه سيالۍ د لسو سيمه ايزو رسنيو ترمنځ په جلال اباد سراج العمارت ورزشي بڼ کې پيل شوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024