زابل: دطاهر اشرفي دخبروغندنه وشوه

جاويد احمد تنوير | مارچ 7th, 2013


دزابل ولایت دیني علماو چارواکو او میرمنو  نن دیو غونډي په ترځ کی دپاکستاني ای ایس ای دهغه غړي دخبرو په کلکه غندنه وکړه چی له مخي یی ویل شوي دی نوموړي په افغا نستان کی خلک ځانمرګو بریدونو ته هڅوي .دغونډي برخه والو وویل چی دغه کس یوه سیاسی لوبه شروع کړي او غواړي پدغه هیواد کی تاوتریخوالي ته لمن ووهي ، په غونډه کی دیني علماو دپاکستان پردیني علماو ږغ وکړ چی دافغانستان دسولي له بهیر سره دي مرسته وکړي  اوداسلام دسپیڅلي دین څخه دی سیاسی او ناوړه ګټه نه پورته  کوي
ویناوالو وویل چی اوس دافغانستان خلک په دي پوه سوي چی کاونډیان داسلام په نامه په افغانستان کی خلک له دولت سره جنګوي
دغونډي برخه والو له خلکو وغوښتل چی په خپلوکی سره یوسی او دنوروهیوادنو دعلمانو په شان دخپل هیواد د ګټو په ساتنه کی برخه واخلي ، دوي وویل چی دنور هیوادونو علما په سیاست کی هم دخپلی سیمی سره کومک کوي او باید دافغانستان علما هم دخپل هیواد لپاره حقایق را وسپړي
دیادوني وړده چی څو ورځي وړاندي پاکستاني طاهر اشرفي ویلي وه چی په افغانستان کی ځانمرګي بریدونه روا دی او باید ترسره شی چی پدی ولایت کی نن دځایی اوسیدونکو چارواکو او علماو لخوا دغه څرګندوني په سختو ټکو سره رد شوي .

Copyright Larawbar 2007-2024