ماشومان څه وخت څارنه غواړي؟

د لراوبر اداره | مارچ 8th, 2013


کورنۍ بايد له موقعې څخه په استفاده وکړي او اجازه ورنه کړي چې ماشومان يې يوازې ښوونځيو ته لاړ او راشي بلکې دوى دې خپل ماشومان هر خت تعقيب کړي چې دوى دورځې په جريان کې څومره څه زده کړې دي او څومره وخت يې په خپل ښوونځي کې تير کړى دى، تر څو په راتلوونکي کې دخپلو ماشومانو په بې سوادۍ افسوس ونه کړي .

زموږ په هېواد کې ډېرۍ خلک دزده کړو څخه بې برخې پاتې دي چې يو لامل يې په هېواد کې جنګ او جګړې دي کله چې جګړې زموږ دهېواد په سيمو کې خپله لمن خوره کړې وه، او هېچا نه شو کولى چې زده کړې تر لاسه کړي له بلې خوا څو لسيزو جګړو په هېواد کې دټولو هېوادوالو اقتصاد ډېر کمزورى کړ همدا سبب و چې يوې کورنۍ هم دا وس نه درلودو چې په خپلو ماشومانو او ځوانانو باندې زده کړې وکړي دا ځکه چې دزده کړو کول هم يو څه لګښـت ته ضرورت لري

خو دا چې په اوس وخت کې دې شته ادارې دټولو هېوادوالو لپاره دزده دکړو يو ښه چانس برابر کړى دى او دهېواد هر وګړي کولى شي په هېواد دننه دليسانس او يا له دې نه لوړې زده کړې د دولت له بوديجې سرته ورسوي .

دې سره خوا کې پخوا په ولايتونوکې داسې چانس نه وموجود چې ټول زده کوونکي دې لوړې زده کړې وکړي ځکه يوازې په مرکز کابل او دهېواد په ځينو ولايتونو کې پوهنتونونه موجود ول اوهغه چابه چې زياتې پيسې درلودلې نو هغو کولى شول چې په پلازمينه کابل او دهېوادپه هغو ولايتونوکې چې هلته به پوهتنون موجود و زده کړې کولى شوې .

خو په اوس وخت کې په هر ولايت کې دولتي او شخصي پوهنتونونه شتون لري، هر څوګ کولى شي چې په کمو امکاناتو سره خپلې زده کړې په هېواد کې دننه بشپړې کړي .

په دې برخه کې بايد زموږ کورنۍ دا پاملرنه وکړي چې ځوانان او ماشومان مو ښې زده کړې وکړي ، ځکه دا ټولې ستونزې چې اوس دافغانو په مخه کې دي يو ستر لامل يې دا هم دى چې زموږ دټولنې زياتره کسان له زده کړو ليرې پاتې دي .

ددې لپاره چې نور مو ټولنه او هېواد په مخ لاړ شي او دزده کړو له ستر نعمت څخه بې برخې نه وو ، نوددې لپاره هڅې وکړو چې له هر اړخه زده کړې وکړو .

کله که زموږ ټولنه له زده کړو برخمنه شوه نو هېواد به مو په ډېر لنډ وخت کې زيات پرمختګ وکړي ، ددې لپاره بايد راپورته شو خپل ماشومان سرله نن څخه په ښوونځيو کې شامل کړو . او له شامليدوسره سم همدا ماشومان بايد وڅارو ،تر څو خپلې زده کړې په سم او اساسي ډول سره سرته ورسوي ددې ترڅنګ ټول بايد ددې لپاره تبليغات وکړو چې هغه سرمايه لرونکي کورنۍ چې زياتې سرمايې لري بايد له هغه کورنيو سره مرستې وکړي چې دهغو څخه داقتصادي ستونزو له امله زده کړې پاتې شوي دي تر څو دهغو کورنيو ماشومان هم له زده کړو څخه برخمن شي.

Copyright Larawbar 2007-2024