ورګ : د ګوزڼ ضد واکسين کمپاين پيل سو

عطاالله محمدي | مارچ 11th, 2013


په ميدان وردګو ولايت کې نږدې دوه سوه زره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين کمپاين پيل شو
دغه کمپاين چې ددې ولايت په اوو ولسواليو جلريز،دايمرداد،چک، سيداباد،نرخ،جغتو او مرکز ميدان ښار کې پيل شو،دوه ورځې به نورهم دوام وکړي،چې په ترڅ کې به په دغه ولايت کې په ټوليز ډول يوسلو شپږ نوي زره پنځه سوه نهه شپيته تنه هغه ماشومان چې عمرونه يې له پنځه کلونو څخه کم دي دکوزڼ ضد واکسين ورکول شي .
د واکسين دغه کمپاين چې د عامې روغتيا رياست نږدې پنځه سوه کارکوونکو لخوا پرمخ وړل کيږي،هغه ماشومانو ته چې عمرونه يې له پنځو کلونو څخه کم وي واکسين او له دوه کلونو څخه يې چې عمرونه زيات وي تابليت به هم ورکړل شي .
د ميدان وردګو ولايت د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي هڅه به وکړي چې ددغه ولايت هغه سيمو ته هم دګوزڼ ضد واکسينو کمپاين ورسوي،چرته چې د زياتو واورو له امله د تګ راتګ پلې لارې ستونزمنې دي

Copyright Larawbar 2007-2024