زابل ۱۱ بندیان خوشی شول
جاويد احمد تنوير
محلي چارواکی وایی دغه ۱۱ کسه بندیان په سیاسی او جزایی جرمنو ککړو چی ددغه ولایت په مرکزي زندان کی بی سرنوشته پراته وه . دزابل مرستیال والی محمد جان روسولیار وایی دغه کسان یی دافغان ولسمشر د۴۵ می ګڼي فرمان پراساس خوشی کړل . نوموړي زیاتوی چی یادو بندیانو ورسره ژمنه وکړه چی په راتلونکی کی به دجرمنو څخه ډډه کوي
په ورته وخت کی یوشمیر خوشی شوی بندیان وایی له دوی سره په زندان کی په نثبي ډول سم چلند کیدی ، ددوی په خبره غذا یی برابره وه خو زندان دمساحت په لحاظ کوچني وه چی دډیرو بندیانو دځایدلو وړتیا یی نه درلوده ، یاد بندیان وایی په راتلونکی کی به خپل سوله ایز ژوند ته ادامه ورکوي او دجرمنو څخه به ځان ژغوري ، چارواکی هم دزابل مرکزي زندان کوچني بولي او زیاتوی چی دنوی زندان لپاره یی پلان جوړکړي چی په راتلونکی کی به دبندیانو لپاره یو پراخ زندان ورغوي ، دزابل په مرکزي زندان کی دامهال ۲۶۰ بندان دبند شی تیروي چی اکثره مهال دبندیانو دډيروالي په صورت کی چارواکی ځیني بندیان دکندهار لوی زندان ته استوي