له کندهار PRT سره د هغوى پر انتقال خبري وسوې

د لراوبر اداره | مارچ 20th, 2013


کندهار والي نن په دغه ولايت کي د مېشت ولايتي بيارغوني ټيم له مسؤلينو سره ددغه کمپ پر تړلو او د هغوى د انتقال پر روند باندي بحث وکړى.
د PRT مسؤلينو ويل چي له اوسني پلان سره سم به په نژدې راتلونکي کي دوى له دغه ځآيه وځي او د نورو ډېرو کمپونو او اډو په شان به دغه ملکي څانګه هم افغانانو ته سپاري څو د حکومتدارۍ د ښه والي لپاره ترې ګټه واخلي.
په کندهار کي د ياد سوي امريکايي ټيم ملکي مشر براين باکمن په خپلو خبرو کي وويل چى ددې څانګي بندېدا يې  د کارونو د خاتمې په معنى  نه دي، بلکه تر دې وروسته به يې هم په ملکي برخو کي مرستي او همکارۍ ادامه پيدا کړي.
د حکومتدارۍ او پرمختيايي چارو د پياوړي کولو په خاطر د نن ورځي په جلسه کي د ولايتي بيارغوني ټيم د انتقال ترڅنګ په کندهار ښار او ځينو نورو ساحو کي د بهرنيانو د کمپونو پر انتقال هم مفصل بحث وسو.


د کندهار د ولايتي بيارغوني ټيم چي هره ورځ يو شمېر مځکني او هوايي پوځي وسایط هم تګ راتګ ورته کوي افغانستان ته د بهرنيانو له راتګ سره تراوسه د کندهار د مېوې په فابريکه ( شرکت مېوه ) کي چي يوه ګڼ مېشتې سيمه ده فعاليت کوي .


د پي آر ټي پر دفتر تر برید وروسته افغان امنیتي ځواکونو سمدستي سیمې ته ځان ورساوه.


که څه هم ددغه نيمه پوځي مرکز د ساتني لپاره د لوړي کچي امنيتي تدابير نيول سوي دي خو د تېرو لسو کلونو په اوږدو کي پر دغه مرکز او مرکز ته پر ورتلونکو پوځي کاروانونو لسګونه بمي ، ځانمرګي او وسله وال بريدونه ترسره سويدي ، وروستی بريد يې شاوخوا يو کال مخکي وو چي په سپکو او درنو وسلو سمبالو کسانو له يوه مخامخ خالي کور څخه پر پي آر ټي څو ساعته پرله پسې حملې وکړې ، په دغه نښته کي بهرنيانو له مځکني او هوايي ځواکه کار واخيست، دغه جګړه د بريدګرو په ويشتلو او سوځولو پای ته ورسېده .


د پي آر ټي په ګاونډ کي اوسيدونکو يو څو ځوانانو چي په فوټبال بوخت وه لراوبر ته ددې خبر په اوريدلو خوښي څرګنده کړه ، په دوی کي دوه داسي ۱۶ کلن هلکان هم وه چي پنځه کاله مخکي يې د پي آر ټي پر مخامخ د ځانمرګي بريد يوه پېښه او قربانيان يې په خپلو سترګو لېدلې دي .




دغه تنکي ځوانان وايي هرکله چي دوی د کور او ښوونځی تر منځ په لاره کي د بهرنيانو له کاروان سره مخامخ کيږي خپل مرګ په سترګو ويني ځکه خوشاله دي چي بهرنيان ددوی د کورونو او ښوونځی له شاوخوا څخه ورک سي .



په نننۍ غونډه کي پر يو شمېر نورو موضوعګانو هم د پي آر ټي له امريکايي مشر سره خبري وسوې ، ښاغلي براين له کندهار والي سره د هغو تجارو او سوداګرو اندېښنه چي د ښوراندام په صنعتي پارکونو کي يې د تاسيساتو او مځکو د ملکيت په باب درلوده شريکه کړه.
نوموړي همداراز د هغه روزنيز پروګرام په اړه چي ددوى د کرهڼي برخي ماهرينو او مسؤلينو د کندهار له زراعت رياست سره په ګډه، د ستراتيژيکو پلانونو جوړولو په خاطره تنظيم کړى و يادونه وکړه.
براين وويل چي ددې روزنيز پروګرام په ترڅ کي د کرهڼي رياست له مسؤلينو سره د ستراتيژيکو پلانونو پر جوړولو باندي کار سوى او ترڅنګ يې ددغه رياست لپاره يو کارنده پلان هم ترتيب سوى دى.
 
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د نن ورځي په ليدنه کي يو ځل بيا ټنګار وکړى چي تر خبرو زيات دي، عمل کولو ته توجه وسي ترڅو د خلکو باور تر لاسه سي او څه ناڅه، موجوده فاصله له منځه ولاړه سي.
نوموړي وويل چي ولس خورا زياتي خبري اورېدلي چي نور يې زغم نه لري او مهمه ده چي په ټولو برخو کي د خبرو پر ځاى عمل ته پام زيات سي او د خلکو اساسي غوښتنو ته ځوابونه وويل سي.
هغه همداراز وويل چي د ښوراندام په صنعي ساحه کي ملکيتونه د ښاروالۍ رياست مربوطيږي او صنعت کاران او تجاران بايد د ملکيت له ناحيې هيڅ راز اندېښه ونه لري او خپلو ورځنيو چارو ته ادامه ورکړي.


کندهار والي په دولتي ادارو کي د ظرفيتونو پيداکولو او په اړوندو برخو کي د روزنيزو پروګرامونو لړۍ يو ښه او پر ځاى ګام وبآله خو زياته يې کړه چي بايد  د اوږدمهال لپاره دغه ډول پروګرامونه داير سي ترڅو اساسي ګټه ولري او په نتيجه کي يې مسلکيان ټولني ته وړاندي سي.

Copyright Larawbar 2007-2024