عمرداؤدزي:دجمهوری ریاست چوکې ته دکاندیدپه توګه فکرکوم
59
دافغانستان دجمهوررئیس دد فتر پخواني مشر او په اسلام آبادکي افغاني لوی سفیردبرتانیا ‘د ټایمز’ ورځپانې ته ویلي، چې دافغانستان دراتلونکوولسمشریزو ټاکنو لپاره و( ۲۰۱۴) کال ته ځان کاندیدوی اوخپل ټاکنیزکمپاین به پیل کړي. دحامدکرزی ددفترپخوانې مشراو په اسلا م آبادکي دافغانستان لوي سفیر عمر داؤدزي دبي بي سي ویپ پاڼي ته ویلي ،چي د ولسمشریزو ټاکنو لپاره به کاندید شي او که څنګه، خو دا هم نه شي ویلای چې کاندیدنه دی.
نوموړې داڅرګندونې مخکي په یوه بریتانوی ورځپاڼه کې دهغه دمرکې ترخپرېدووروسته له بي بي سي سره کړې دي.
د برتانیا ‘دټایمز’ ورځپانې پخپل یوه راپور کې ویلي، ښاغلي داودزي ورته ویلي، چې د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته به ژرځان کاندیداو خپل ټاکنیز کمپاین به پیل کړي.
دافغانستان دجمهوری ریاست پخواني مشر اوپه اسلاآباد کي دافغانستان سفیر او ځانګړۍ استازی عمرداؤدزی په (۲۰۱۰) کال کي دایران دولت لخواه دڅومیلیونونغدو ډالرو په تور هغه وخت رسواشو ،چي حامدکرزي په یوه غونډه کي وویل چي دایران دولت په کابل کي دخپل سفارت له لاري دافغانستان دجمهوریاست ددفترسره مرسته کړیده او دغه مرسته دڅومیلیونونغدوډالرولرویه دڅو بوجیواوکڅوړوله لاري ښاغليٍ داؤدزی ته تسلیم شوی دي.
په ۲۰۱۰ کال کي دنیویارک ټایمز ورځپانې ویلي وو چې د ولسمشر حامد کرزي د دفتر رييس د ایران سړی دی او له هغه هېواده یی ناقانونه توری پیسې اخیستي دي.
حامد کرزي دپیسودغه ورتګ ومانه، خو وویل چې دا پیسې د ځانګړو اشخاصو لپاره نه وې، بلکې دولسمشرۍ له دفتر سره د مرستې په توګه ورکړل شوې دي.وروسته بیا دآریانا تلویزیون ددونورو ژورنالیستانو سره دعمرداؤدزی دفترته ولاړل او ددغو پیسود راکړی ورکړی پوښتني یی دعمرزی څخه وکړي. .
بل طرف دافغانستان دسوداګریزوتوکو استازواوملي تجارانودپاکستان دولت دکراچي بندرڅخه ددوی دتجارتي توکودبندیز په هکله په پاکستان کي دافغانستان لوی سفیر عمرداؤدزی ګرم وبالې، چي ددوی ددي ستونځې دحل لپاره یې کوټلې ګامونه نه دی اخیستي.