نیمروز مشاعره وشوه

جاويد احمد تنوير | مارچ 26th, 2013


دپاک ښارمشاعره دزرنج دهلکانوترمینځ
دپاک ښارمشاعره دهلکانودښوونځیوترمینځ دشهیدګل محمدپه لیسه کې دنوی کال دوري دمیاشتې په ۵نیټه ترسره شوه.
په دې غونډه کئ چې دزرنج ښاغلي ښاروال اودښوونځیومدیران،ښوونکواوزده کوونکوګډون کړی وه دماسپښین په۰۲:۰۰بجودقرآن عظیم الشآن دڅومتبرکه آیاتوپه تلاوت سره چې دقاری فراح الدین دشهیدګل محمددلیسې ښوونکي په واسطه ترسره شوپیل شوه.
وروسته ترهغه دزرنج ښاروال ګډونکوونکوته خپله ویناوړاندې کړه او وې ویل: چې دښارپه پاکولوکې یواځې ښاروالي نه بلکه دښارهراوسیدونکی ونډه واخلي اودښارداوسیدوپه کلتورځان وپوهوي خودې موخې ته درسیدولپاره معارف زمونږسره ډیره لویه مرسته کولای شي ځکه چې زده کوونکي دښوونکولارښوونې ته ډیره پاملرنه کوي.وروسته بیادنیمروزغښتلی شاعراودشهیدګل محمددلیسې ښوونکی ښاغلی غلام دستګیرپیام میلمنواوحاضرینوته ښه راغلاست وویل وورسره یې خپل لیکلی شعردپاک ښارپه اړه هم ګډونکوونکوته واوراوه.په هغه پسې زده کوونکوخپل لیکلي شعرونه اویوه لیکل شوې مقاله په ترتیب سره عبدالرحمن توخي دری شعر،محمدالله پښتوشعر،علی احمد پښتوشعراوعبدالمالک پښتومقاله دپسرلي اودپاک ښارپه هکله ولوستل.داغونډه په ۰۴:۰۰بجوددعایی په لوستلوپای ته ورسیده

Copyright Larawbar 2007-2024