هلمند:دسنګين او کجکي سړک دپخولو چاري پيل سوې
د هلمند له سنگين ولسوالى څخه تركجكي ولسوالى پورې د سړك د پخيدوچارې د سه شنبې په ورځ د هلمند د والي الحاج محمد نعيم اونورومسؤلينولخوا چې سنگين ولسوالى ته يې په همدې موخه سفركړى و د يولړمراسموپه ترڅ كې د پټى په پريكولوسره پيل شوې.
ددې مراسموپرمهال د هلمند والي الحاج محمد نعيم وويل چې ياد شوى سړك شاوخوا ۳۴ كيلومتره اوږدوالى لري اود ۷ متره برپه درلودلوسره د يوكال په موده كې د ۲۶ مليونه امريكايي ډالروپه لگښت د انگلستان هيواد په مالي مرسته په پاخه اواساسي ډول جوړيږي.
د نوموړي په وينا چې ددې سړك په جوړيدوسره به نه يوازې په سنگين اوكجكي ولسواليوكې امنيت لا ډاډ من بلكې د كجكي ولسوالى كرنيزمحصولات اونورسودا گريزتوكي په ډاډمنه توكه مركزلښكرگاه اونورسيموته ليږدول كيږي.
هغه په ډاگه كړه چې ددې سړك جوړول ځكه ډيرارزښت لري چې د كجكي د بريښنا د بند د دريم توربين د نصب په چارواوهغه سامان آلات چې ورته اړتيا پيدا كيږي د همدې لارې په آسانه توگه وليږدول شي.
په دې مراسموكې د سنگين ولسوالى مسؤلينوهم خبرې وكړې اوزياته يې كړه چې نه يوازې دا مهال ددې سړك په جوړولوسره سلگونوكسانوته د كارزمينه برابره شوې بلكې ډير ترانسپورتي وسايل يې هم په كاراچول شوي چې د سيمې د خلكوپه اقتصادي ژوند كې به مثبت بدلون رامنځ ته كړي.