زابل داټغر خلکو ددولت سره مرسته کوي

جاويد احمد تنوير | مارچ 27th, 2013


دزابل والي محمد اشرف ناصري وایی ددغه ولسوالۍ اوسیدونکو وسره ژمنه کړي چی په یاده ولسوالي کی به دسولي په راوستلو او دښونځيوپه فعاله کولو کی له دولت سره مرسته کوي .نوموړي چی دیوشمیر نورو چارواکو سره یی اټغر ولسوالي ته سفر کړي په یوغونډه کی ترګډون ورسته یی رسنیو ته وویل چی پدی ولسوالي کی به دپوهني او روغتیا بهیر ګړندی کړی ترڅو دسیمي خلکو ته دژوند لمړنۍ اسانتیاوی برابري او هغوي ددولت ملاتړي کړي
په یاده غونډه کی دزابل پوهني ملي امنیت رئیسانو او امنیه قوماندان هم ګډون کړي وه چارواکي وایی ددغه غونډه اساسي موخه پدغه ولسوالۍ کی دامنیت راتلل او دغه راز دخلکو همکاري له دولت سره او دهغوي ستونزوته رسیدګي کول په ګوته شوی وه
په غونډه کی دزابل دپوهني رئیس رحیم الله لودین دښونځيو پرفعاله کولو تاقد وکړ
اټغر دزابل یوه سرحدي ولسوالي ده چی امنیت یی دنوروولسوالیو په نثبت ښه ندي او اکثره مهال پکي ددولت وسله وال مخالیفین بریدونه کوي ، چارواکی وایی سږ کال یی ددي ولسوالي لپاره امنیتي پلان جوړکړي چی له مخي به یی امنیت سم شی .

Copyright Larawbar 2007-2024