يو بهرنى فوځي وژل سوى
عطاالله محمدي
لراوبر ته د ناټو ځواکونو له لوري يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي تېره ورځ ئې يو عسکر د وسله والو په ډزو کي وژل سوى .
خبرپاڼه ليکي چي ياد فوځي د افغانستان په سهيل کي وژل سوى خو د وسله والو سره د کومي جکړې پر مهال نه بلکي د يوه غېر فوځي سفر په ترڅ کي وژل سوى.
طالبانو هم په جنوب کي پر امريکايانو او افغان حکومت باندي د بريدونو خبر ورکړى.