په بادغیس کي څلوروافغاني سرتیروته مرګ ژوبله واوښته

59 | مارچ 30th, 2013


دبادغیس ولایت کي دسنګ آتش په ولسوالي کي دیوي چاودنې له امله دملي اردو یوسرتیری وژل سوی او دري نور ټپیان شوی دي.
دظفردقول اردو د۲۰۷ لمبر ویاندډگروال نجیب الله نجیبی رسنیو ته وویل ،چي چاودنه هغه وخت را منځ ته شوه ،چي دملي اردودسرتیرودګزمي موټردسړک دغاړي پریوه بم برابرشو. دچاودني په پایله کي دملي اردویوسرتیری وژل سوی او دري سرتیری ټپیان شویدي . ټپیان شوي سرتیري د ظفر د۲۰۷ لمبر روغتون ته لیږدول شوی دي.
وسله والوطالبانوددي پیښي پړه منلي ده.

Copyright Larawbar 2007-2024