د قصه خواني د شهيدانو تحريک اهميت ته پام نه دی سوی

د لراوبر اداره | اپریل 29th, 2008


 


دپښتونخوا صوبې دزراعت وزيرارباب ايوب جان وايې چې دقصه خوانۍ دشهيدانو تحريک  د١٨٥٧ د خپلواکۍ  په جګړه کښې ګړندى والۍ راوست اوددغه له امله يواځي دولس کالو په موده کښې دهند مسلمانانو يوخپلواک هېواد جوړکړ دغه څرګندونې نوموړي تيرماښام خانه فرهنګ ايران کښې دقصه خوانۍ دشهيدانو په يادکښې يوې دستورې ته کړې دعوامي نيشنل ګوند مخکښ ا و ايالتي وزير ارباب ايوب جان زياته کړه چې دمسلم پرنسل لا لپاره پيل کړل شوى غورځنګ دجړنواله باغ غورځنګ څخه يوه ستره سانحه ده خو له بده مرغه ددغه اهميت ته پاملرنه نده شوې

 

Copyright Larawbar 2007-2024