دپوهني وزير: که استاد وغواړي په ټولنه کي انقلاب راوستی شي

د لراوبر اداره | اپریل 29th, 2008



 


 دپښتونخوا د پوهني  وزير سردار حسين بابک ويلى دي چې که چرته استاد وغواړي نوه په ټولنه کښې  انقلاب راوستلې شي په بونيرکښې ولسي غونډې ته په ويناکښې ايالتى وزير وويل چې داستاد دنده ډيره داهميت وړده استاذان دي دخپلې دندې په اهميت سره دقوم ماشومانوته په ايماندارى مينه او محبت سره زده کړي  ورکړې او دماشومانو اخلاقي روزنه دي وکړي ايالتي وزير استاذانو ته خبردارى ورکړيدى چې ځان ديو ځاى څخه بل ځاى ته تبادله کولو هڅه دي نه کوى کني ددوى په ضد به سخت چلند وشي نوموړي ويلى دي چې ايالتي حکومت يوه داسي تګلاره جوړه وي چې دهغه پربنسټ به تبادلې دميرټ پربنياد کيږي.

Copyright Larawbar 2007-2024