کندهار ښاروال ته ستاينليک ورکړل سو
عطاالله محمدي
د افغانستان د سوداګريزو خونو عمومي رياست کندهار ښاروال عمر عمر ته د ښو خدمتونو او له تجارو سره د مرستي په خاطر ستاينليک ورکړى او په دې توګه يې د هغه له کارونو مننه وکړه.
ياد ستاينليک نن په کندهار ولايت مقام کي د اطاق تجارت د تجارتي مرستيال يونيس مومند او د کندهار د سوداګريزو خونو د رئيس حاجي نصرالله لخوا کندهار ښاروال ته وسپارل سو.
حاجي يونس مومند وويل چي کندهار ميشتي تجار او سوداګر ددغه ولايت د ښاروالۍ رياست له مرستو او کارونو چي د سوداګرۍ د اسانه کولو او عادي کولو په برخه کي يې کړي خوښ دي او پر همدې اساس د افغانستان اطاق تجارت ښاغلي ښاروال ته ياد ستاينليک پېرزو کړى دى.
نوموړي زياته کړه چي د ښاروالۍ او په عموم کي د کندهار د ولايتي ادارې مرستي ددې سبب سوي چي په دغه ولايت کي تجارت وده وکړي او نور پانګوال هم کارونو کولو او پانګه اچوني ته هڅول سوي دي.
ښاغلي مومند همداراز وويل دوى ژمن دي چي په اړوندو مسايلو کي له دولت سره نژدې کار وکړي او په يو شمېر عام المنفعه پروژو او کارونو کي رغنده ونډه واخلي.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا له سوداګرو څخه مننه وکړه چي همېشه يې د دولت سره په څنګ کي کار کړى او له خپله برخه کي يې د دولت څخه حمايت کړى دى.
نوموړي له تجارانو څخه وغوښتل چي د نورو کارونو ترڅنګ د ولسي خلکو او په خاصه توګه د ځوانانو لپاره د سالمو فرصتونو پر پيداکولو هم غور وکړي او په دې برخه کي خپله اسلامي او وطني وجيبه سرته ورسوي.
هغه په کندهار ښار کي د سپورټي جمنازيمونو جوړول تر نورو مهم او زيات د اړتيا وړ وبلل او له هغوى يې وغوښتل چي په دغه برخه کي څومره ژر چي شونې وي کار وکړي.