په بغلان کي پنځه غله نیول شوي او(۹)کړي ښخ شوي بمونه له منځه تللي دي

59 | اپریل 8th, 2013


دبغلان ولایت دامنیه قوماندان جنرال اسدالله شیرزی نن رسنیوته په ډاګه کړه ،چي ددي ولایت دبیلابیلوعملیاتوپه ترڅ کي یې پنځه غله نیولي او د(۹)ماینونوپه کشف اوله منځه وړولوکي بریالي شویدي. دهغه په وینا دغه بمونه ددولت دمخالفونولخواه دمزارشریف -کابل-کندز پرلویه لاري ځاي پرځای شوی وو.شیرزی زیاته کړه چي دپنځو غلوترنیلووروسته مالومه شوه چي یویې پلاراوڅلور یې زامن وو،چي دبغلان ولایت په چارپیره سیمه کي يې غلاوي کولي اواوس دوی ترکلک نظارت لاندي دي.
جنرال اسدالله وایې چي دغلوترنیولووروسته به په دي ولایت کي دغلا پیښي کمی شي .
دیادولووړده چي دروان کال په اوږدوکي دبغلان ولایت امنیتي چارواکو لسګونه غله نیولي او لسګونه ښخ شوي بمونه یې له چاودني نه مخکي کشف اوله منځه وړی دي.

Copyright Larawbar 2007-2024