نورستان:په پارون کي وسلوالو پر پولیسو برید کړي
د نورستان ولایت د مرکز پارون په لس کیلومټرۍ سیمه ځنګل کي تیره شپه شاوخوا یوه بجه وسلوالو طالبانو دپولیسو په یوه پوسته برید کړي په یاد برید کي دوه تنه پولیس وژل شوي دي وروسته نن سهار دنورستان ولایت والي ښاعلی تمیم نورستاني په مشري دملي امنیت ریاست امنیه قومندانۍ او نور امنیتي اورګانونو چارواکي دیادي پیښی دڅیړلو په موخه او په سیمه کي دوسلوالو لټون لپاره عملیات ترسره کړل د نورستان ولایت امنیه قومندان مل پاسوال عبدالکریم عمریار په خبرو کي وویل چي تیره شپه ناوخته وسلوالو دپولیسو په پوسته برید ترسره کړي دي دده په وینا چي یاده پیښه کي دوه تنه پولیس وژل شوي دي نوموړوي وايي چي په سیمه کي دوسلوالو طالبانو څخه یوه اراده باي فور موتر هم پاتي شوي دي.
دي زیاتوي چي پولیس یی په وسلو او مهماتو سمبال دي او کولای شي دوسلوالو طالبانو په وړاندي مبارزه ترسره کړي.
دځنګل پوستي قومندان وایي چي یوموټرته دوي پوسته سره نږدي ددریدو امر وشو خو له موټر ددوي په پولیسو ډزی وشوي لومړي یی یو پولیس وواژه او بیا یي دوهم پولیس هم وواژه دده په وینا چي دوي ډیره هڅه وکړه چي وسلوال له مینځه یوسي خو دتیاري په شتون او دځنګل په ګڼو ونو کي دوي بریالي نه شول چي وسلوال یاهم ونیسی او یایي له مینځه یوسي.
وروسته له څیړنو څرکنده شوه چي لومړي وسلوالو له یوه تن څخه موتر په زوره اخیستي وه او وروسته یي یاد برید ترسره کړ دا هعه خوراکي توکي دي چي له موټر کیستل شوي او وروسته بیا له یاد موټر نه په استفادي په یاده پوسته برید ترسره شوي دیادولو وړه ده چي په دي وروستیوکي وسلوالو طالبانو او نورو ډلو په نورستان ولایت کي خپلو بریدونو ته زور ورکړي .