دهرات-کندهارپرلویه لاره دمساپروبس سرویس دبهرنیوځواکونو تربریدلاندي راغلي
59
نن سهار ۱۰ بجي دهرات ولایت ته نږدي دهرات -کندهارپرلویه لاره دافغاني مساپرویوبس دامریکايې سرتیروتر بریدلاندی راغلي ،چي په پایله کي یوه افغان مساپروژل شوی او یوبل ټپي شویدی.
دهرات دګذره ولسوالي امنیه قوماندان نثاراحمدپوپل رسنیوته وویل ،چي دغه مساپروړونکي بس دهرات څخه کابل ته روان وو ،چي دبهرنیو ځواکونوتر برید لاندی راغلي اودووکسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
ویل کیږي چي بس سرویس دامریکا یې ځواکونوکاروان ته ورنږدی شوی اوبیا دامریکایې ځواکونودبرید لاندي راغلی.وروسته ددي بس ټول مسافردهرات پرلویه لاره سره یوځای شول اودامریکایې ځواکونو پرضدیې لاریون پیل کړي اودامریکا پر ضدیې شعارونه ورکړل. دپیښي په هکله پلټنې رواني دي.