اروپا، امریکا او د افغانانو هیلې
په نړۍ کې د افغانانو په اړه څرګندونې کیږی چې یوځلې بیا افغانان د بربریېت، وحشت، جهالت او وروسته پاتوالې په لورې روان دی. دلیل یې دا دی، چې نړیوال او په تیره امریکا له افغانستان څخه پیښې سپکوي. مؤرخین وایي : هر استعماری ځواک چې کله یوه سیمه یا هېواد لاندې کوی، نو د دغه سیمې خلک دوی په فرهنګي، فکري، اقتصادي، سیاسي او هان تر دې چې دغه خلک په نسلی او رنګی توګه د احساس کمتری ښکار کوی او دوی ته هغه څه چې ځايي خلک یې لری، د واکمن یا پانګواکي زبېښاکي ځواکونو له لورې د یو ارواحي تخنیک له لارې کم ورښودلۍ کیږی او ځايي خلک دوی دې ته اړ باسی چې د دوی فرهنګ، سیاست او فکر هیڅ د کار ندی، هم دا علت دی چې دوی د یو ښه فرهنګ، سیاست او قوه له لورې تر کنټرول لاندې راغلی دي، او دغه اشغلګر ځواک غواړی چې دوی ته سمه لاره، با فرهنګه ټولنه او ښه راتلونکۍ مساعد کړی. په پایله کې ځايي ګوډاګیان هم د خپلو ګټو او واک په خاطر د دوی شتون د سولې، سلامتي او پرمختګ لپاره اړین ګڼي.
هم دا علت دی چې ځايي خلک آخر دې ته اړ شي، چې دا ځواکونه دوی د خپلو ستونزو او ټولنیزو مسّلو د حل او د اقتصادي ودې ضامن وګڼی. او دوی داسې فکر کوی که چېرته دغه ښکیلاکي ځواکونه د دوی له سر څخه د مهربانی لاس پورته کړي، نو ډېر ژر به د عذاب او تباهی ښکار شي. داسې دوی په هر ډول د زبېښاک د دسیسو ښکار شی، ځايي خلک تخلیق، خپلواکی، او د مسّلو د څیړولو او حل کولو ځواک له لاسه ورکړی.
د قامونو او ملتونو په ژوند کی داسې پړونه راځي. په دوی کی هغه ځواکونه بریا مومی چې د مایوسۍ ښکار نشې، او په دوامداره توګه د کړکیچونو حالتو سره د حل او کیفیتی بدلون لپاره هلی ځلی وکړئ. سرکشی او بغاوت کوونکی ملتونه چې د داسې ځواکونه پر ضد راپاسي او د خپل سپیڅلي او کېفیتي بدلون لپاره مبارزه کوی. ډېر با عزته ژوند کوی او ټولنه یې ډیر ژر وده کوی. خو هغه ملتونه چې د مایوسي او ستړیو مبارزو ښکار شی ډېره موده د غلامۍ او ورسته پاتوالي خاوندان پاتې کیږی. او دوی د پر مختللی ټولڼو څخه ورسته پاتې شي. دا په دا خاطر چې د قامونو په ژوند کې لسیزه یا څه د پاسه کالونه د یو لوۍ مبارزې او هدف لپاره ډېر شي ندی. هم دا علت دی چې د ډاډمنو او په خپله مبارزه ډاډ لرونکې قامونه دوامداره او اوږده مبارزه کوی، تر څو وکولای شی چې ریښتېنې او دایمي خپلواکې لاس ته راوړی.
د یادونې وړ خبره ده چې د مایوسې یا په یو د اسې اوضاع کې چې جمود یا کنګلتیا پر هر څه خپوره وی، لکه فرهنګ، موسیقی، بشری ریښي، تولید، سیاست او اقتصادي معاملی پر ټاپه ولاړی ښکاری، نوپه داسې حالاتو کې ځېنې روڼ اندی خلک هم دا خبره کوی چې انقلابونه مو ډېر کړی دی، د دغه ډول انقلابونو هیڅ ګټه نشته او هر ډول بدلون یا سرکشی به ځان سره بدی اغیزی راوړی. باید تیروتنه ونکړو ولې چې دا ځواکونه هم د مایوسي ښکار وی او بل دا چې دوی د داسو خبرو سره ملت هم د مایوسۍ کیندې ته ورتهیله کوی. بلکې که رښتیا وویل شی، نو د دې روڼ اندو عناصرو سره هم څه خاص او د حل لور لید نه وي. البته دا خبره هم تاریخ ښودلۍ ده چې کوچنې سرکشیاني د بغاوت او بغاوتونه د انقلاب ډبره ږدی. خو مونږ هم دا خبره کوو چې باید سرکشیاني، بغاوتونه او انقلابونه ډېر په فکر او د عینی غوښتنو پر اساس وشی. ولې چې زمان د هرې اونۍ په شنبه انقلاب ته زیږون نه ورکوی. او هسې هم انقلاب یا لوی بدلون کول څه د یو دوه ورځو کار ندی. او انقلاب ته بد ویونکی باید په دا پوه شی چې انقلاب جمود، مایوسي له منځه وړی او نوې فکر تشکیلوی. البته که کېفیتی بدلون څه بد شي دی، نو نن به د انقلابونو مور فرانسه تر ټولو بده او وروسته پاتې ټولڼه وای.
زمونږ د هېواد څلویښت کاله وشول چې د بیلابیلو شرکشیو او بغاوتونه ډګر ګرځیدلۍ دی، د هر ښه او بد بدلون سره یې عادی وګړیو ډېر څه زده کړی دی. دوی په رښتیا هم د منصوبه بند اقتصاد غوښتونکی نور محمد خان تره کی، او د فکر او اقتصاد د ایسارتیا مشران مجاهدین او طالبان هم ولیدل. اوس عام وګړی په دا هم پوهیږی چې په دا ځواکونو کې کوم یو د ټولڼې په ګټه اوکوم یو د ټولڼې په تاوان وه. او دا هم چې کوم ځواک د خپلو ګټو لپاره جنګیدل او کوم د ټولنې لپاره جنګیدل.
که مونږ دا ووایو چې اوسنې اوضاع باندې او د امریکه په راتلو او د دوی په موخو باندې په تیلویژن کې ناست نیک ټایې اچونکی پروفیسران سره د شین چای ډېر ښه پوهیږی، ډېره لویه تیروتنه ګڼم. دوی دا هر څه د یو څه مفاداتو په رڼا کې ګوری. دوی ولې هېواد والو ته نه وایې چې امریکه یواځنی لوۍ قوت د کومو حالاتو څخه تیریږی. اروپا او خصوصا جرمن، فرانسه او اطالیه د کومو بحرانونو څخه تیریږی. د دغه هېوادونو سره ستراتیژک تړونونه څه مانا لری، دوی سره نظامي اړیکې څه ډول دی، اوږد مهاله اړیکې څه مانا لری، د افغان بچېانو هیلې څه دی او زمونږ راتلونکۍ څه دی؟ او دا چې امریکا واقعا د افغانستان څخه ووځی.
تر څو چې د امریکا د وتلو خبره ده، حتمی ده چې امریکا ووځی، خو ولې باید افغان مجاهدین د پخوا په شان اعاده ونکړی، چې امریکا دوی د روس په څیر روسوا کړه، ولې امریکا خپلو داخلی استخباراتي ستونزو، اختلافاتو، اقتصادي ضربو او لوړ کچ جنګی مصارفو رسوا کړه، دا یواځنۍ علت وه چې روسیه هم دغه شیانو روسوا کړی وه. امریکا د افغانانو د بریا یا بربادي په خاطر نه وځی، خو د خپلوګټو په خاطر، ولې دلته به خپل یو داسې ګوډاګۍ دولت او حکومت ضرور پریږدی چې ورسته یې د دې په غیر موجودګی کې ګټی خوندی کړی.
امریکی د یو تخنیک له لارې چې کیداۍ شی دا یو تبلیغاتی بڼه ولری، اعلان کړۍ دی چې امریکا به په لومړۍ پړاو کې د ۲۰۱۳ پوری یو لاکه(۱۰۰۰۰۰) فوځیان، دویم پړاو کې پنځه شپیته زره(۶۵۰۰۰)، او په وروستې پړاو کې به پنځه څلویښت زره (۴۵۰۰۰) فوځیان په افغانستان کې ولری. چې د لومړۍ پړاو لپاره یې دری اتیا (۸۳)میلیارډه، دویم پړاو لپاره یې څلورپنځوس(۵۴)میلیارډه او ورستې پړاو لپاره یې اوه دیرش (۳۷) ملیارېه ډالر ټاکلې دي.
د فطرت قانون دی چې د یو تظام فرسودګی، قدامت پسندې، پرروایاتو او وروسته پاتې والې باندې استقامت او خپلو غالبو مفکورو ته د ریښتینوالې صورت ورکول، او تل د ملګری او حریف څخه د ریښتیا ویلو ژبه پریکول او بیا په تیره د اقتصادي متروکیت او غورځیدل د یو نظام یا قوت د زوال نښي دی.
په تاریخ کې د ۱۹۴۵ د دویم نړایوال جنګ وروسته امریکا یواځینې قوت وه چې د سرو زرو معادن ۲/۳ برخه یې درلوده، هم دا علت وه چې امریکی د غربی اروپا د سټالینیزم له ویرې څخه ژغورلو لپاره په میلیارډونو ډالرو مصرف کړه ، او په ترڅ کې يې په لودیځ کښی پرمختایي دولتونه رامنځته شول. اوس د امریکی وجود په نړۍ کې او په افغانستان کې تر پوښتنې لاندې دی.
امریکی په افغانستان او عراق کې څه د پاسه ۱.۲۸ ټریلن ډالر مصرف کړ، چې ۸۰۶ میلیارده ډالر یې په عراق کې، ۴۴۴ میلیارده ډالر یې په افغانستان کې، ۲۹ میلیارده ډالر یې نقدی د اخلی اوضاعی لپاره کیښودلی وی، چې د نیمو څخه ډېر پکښی ورک شوې دی. دا ټول هغه حقایق دی چې د امریکي دفاع وزارت یې تایېد کوی. کیداۍ شی دا مصارف له دې څخه هم ډېر وی.
د یادونې وړ خبره ده چې دا ټول مصارف پر جنګ مصرف شوی دی. چې په پایله کې یې ۲۰٪ سلنه بابلیانو(عراقیانو) ژوند له لاسه ورکړۍ دی، او د دوه لاکه څخه ډېرو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړۍ دی. او بل لورې ته په امریکا کې د بې کارې کچه ۹ سلنه شوه، لوږه ۱۴ سلنه شوه. جرایم او وژل په امریکه کې تر ریکارډ کچې پورې رسیدلی دی. ورکوټۍ سرکشیانی او په فوځ کې بغاوتونه د معمول خبره ګڼلۍ کیږی. د میکرسټل، اوبامه او نورو لوړو چارواکو ته د شراب د نشې پرته رد بد ویل، په ریښتیا نوی او د خپلی منځی تضاداتو نښه ده.
تظاهرات د امریکا د هر ښارکوڅی ښکلا اوعادت ګڼلۍ کیږی. باید د یاده و نه باسل شی چې امریکایان د نورو غربیانو په پرتله هغه خلک ګڼلۍ کیږی چې ډېر کم سرکش او د سیاست څخه لرې ساتلی شوې وګړی دی. خو د امریکی روان اقتصادي او سیاسي بحران خلک دې ته هڅولی دی چې سیاست او اوسنی اوضاعی ته مخه کړی. او د خپلی بې کارې او روان بد حالت څخه د خلاصون لاره بیاموندی.
د امریکی نږدې ملګری او ټوله اروپا د یو کیفیتی بدلون څخه تیریږی، دلته روان اقتصادی بحران خلک په تشویش کې اچولی دی. هم دا علت دی چې د خلکو د هرې ورځ لاریونونو څخه د غرب لوړو چارواکو ډېر څه زده کړی دی، خو د حل لاره ور څخه ورکه ده. په اروپا کې جرمنی لومړۍ، فرانسه دویم او اطالیه درېیم اقتصادی مقام لری، چې دری واړه د سختو اقتصادي تنګدستی سره مخ دی. هسې خو جرمنی په ظاهره ډېر ښه لیدلۍ کیږی- خو ولې د موادو اخیستونکې فرانسه، اطالیه او نور غربی هېوادونه د بحران ښکار دی- نو واضحه خبره ده جرمنی چې دا اوس د قرض په وسیله کوم تولیدات کوی ډېر ژر به د تولیداتو په زیاتوالی سره د کنګلتیا ښکار شی. ولې چې فرانسه، اطالیه او داسې نور هېوادونه د بحران له امله نشی کولاۍ چې د جرمنی تولیدات چې په ټوله اروپا کې په ښه سترګه کتلۍ کیږی واخلی، نو ظاهره خبره ده چې د تولیداتو د زیاتوالې له امله به په جرمنی کې هم بې کارې رامنځته کیږی، نو داسې به هلته د خلکو اضطراب لا زیات شی او جرمنی به د کمیتی دبدلونونو په لورې حراکت پیل کړی.
تر کومه چې د فرانسه د اوضاعی خبره ده د اروپا د نورو هېوادونو څخه بده ده ښه نده. اوس مهال فرانسه په خپله د نړایوال او ایې-ایم-ایف ادارو له خوا د ۱.۶ ټریلن ډالرو پوروړۍ ده، چې دغه د هېواد ۸۳٪ سلنه مالیه جوړه وی. هر کال په دا کې د ۷ څخه تر ۸ سلنه اضافه کیږی. د دې بدې اوضاعی د کنټرولو په خاطر په دا ورستیو کې د فرانسه پخوانې جمهور رئیس سرکوزی چاینه ته هم سفر کړای وه، خو د چاینه چارواکو په دا تسلی کړ چې مونږ نه غواړو ستاسو په څیر د جدې بحران ښکار شو.
راځو د صدر جیور جیو کور اطالیه ته، په ریښتیا هم اطالیه د امپاراتوری ۱۰۰۰ کالن تاریخ لری، په دا کې اروپا او شرقی هېوادونه د دوی د امپاراتوری لاندې راځی، خو اوس مهال د سخت اقتصادي بحران څخه تیریږی. هسې خو د اروپا د قانون له نظره هغه هېواد پر مختللۍ ګڼلۍ کیږی چې کلنۍ مالیه (جی-ډی-پی)یې د ۰.۸ سلنه وده ولری، خو د اطالیه اوسنۍ وده ۰.۱ ده. هره ورځ په اطالیه کې سیاسي او اقتصادي اوضاعه د چارواکو د خپل منځې تضاداتو او د خلکو د تظاهراتو له امله روښانه کیږی.
د اروپا اوسنې اوضاعی ته په کتلو سره د جرمنی چانسلر(مشره) انجلا میرکل وویل چې زه رښتیا ویل غواړم چې اروپا په خطر کې ده، او ژغورل یې اړین دی. هم داسې د امریکا د مالیه معاون ټایمتو ګیهترهم دا ویلو ته اړ شول، چې باید اروپا وژغورولۍ شی او که داسې ونشې نو ډېر لوی مشکل به رامنځته شي.
په دا اوضاع کې د افغان د خاوری هر بچی پوه لرې، چې تر څو به مونږ د یوداسې دولت خاوندان اوسو چې تل یې د نورو لویو ځواکونو په اشاره او مفاداتو خپل مفادات قربان کړی دی.
د روانی اوضاعی څخه هر چا څه نه څه زده کړه، خو که چا ندی زده کړی، هغه پخوانی مجاهدین قوماندانان، طالبان، حزب اسلامي، اوسنې دولتی ګوډاګیان او د امریکا لاسپوکی مشران، چې هره ٍثانیه د هیواد وګړی په تشویش کې اچوی، که امریکا لاړه شی نو دا به وشی او دا به نه وشی. کورنۍ جګړی به پیل شی، ګډوډی به رامنځته شی.
لومړۍ دا چې ګډوډی په داسې صورت کې رامنځته کیږی چې خلکو ته خدمت ونه شي. رښتیا خو دا دي، چې اداری ندی جوړی شوی، فکری کار ندی شوې، تمدن ته کار ندی شوې. دا هر څه په داسې صورت کې چې په راس کې یې د افغانستان د ادارو، نظام او وګړیو سرنوشت د دوی په لاس کې وه. خو دوی هیڅ ونکړه، په میلیارډنو ډالر مصرف شول خو هیڅ رامنځته نه شول. د دوی دا خبره چې ګډوډی به رامنځته شی، حتمی د دې خبرې دلیل دی چې دوی د وطن د خلکو لپاره هیڅ ندی کړی.
په دا اوسنۍ وخت کې د افغانستان خلک دا اسانتیا نلری چې د خپل یو عادی ناروغي تداوی، خو پریږده تشخیص وکړی. د وطن ۷۰ سلنه خلک اوس هم د لوږی، بې کارې، تشویش او کورنیو مشکلاتو سره مخ دی. دا په داسې حالت کې چې امریکي مونږ ته د یو دیموکرات دولت وعده راکړی وه، د یو پرمختللی دولت وعده یې کړی وه، د منظمی اوردو وعده یې کړی وه، د منځنې اسیا په کچه د دولت جوړونې وعده یې راسره کړي وه، خو څه وشول! ترڅنګ یې له پنځوسو څخه زیاتو هېوادونو د افغانستان د ودنوالو کړی وه. خو څه وشول، مایوسی، تشویش، وژنه، جرایم د بې کارې او غُربت د لاسه زمونږ د اکثریت وګړیو عادت ګرځیدلۍ دی.
په داسې حالت کې چې ټوله نړۍ د یو حتمی بدلون سره مخ ده، افغانستان هم د جدې بدلون سره مخ کیدلای شي خو د ګوندې لارښونې د نه شتون او د سیاسي مفکرینو د نه درلودو له امله هر یو بدلون به د زیان وړ وی. البته د نورو ځواکونو او ملی شعور په جوړولو کې به مرسته وکړی. مونږ ټول افغانان باید په ملي شعور او یووالې سره د تورو ځواکونو مخنیوي وکړؤ او شپه ورځ یو کړؤ، وطن له کړکیچ څخه د پلان او صنعتي اقتصاد په مرسته را وباسو!
ودان، سوکاله او پر مختللۍ بشرې افغانستان