۱۳ داخلی پوځیان ووژل سول
اسوشیټیډ پریس راپور ورکوی چی نن طالبانو د کونړ ولایت په نري ولسوالۍ کی د افغاني پوځیانو پر یوه لویه پوسته راکټی حمله وکړه او پسله پنځه ساعته جنګ څخه یې دغه پوسته ونیوله او په جنګ کی یې ۱۳ داخلی پوځیان ووژل .
د ولسوالۍ د پولیسو قوماندان وایی چی څلور طالبان هم ووژل سول ، خو ذبیح الله مجاهد رسنیو ته وویل چی موږ تلفات نلرو حال دا چی د مقابل طرف تلفات ۱۵ کسه دي او د پوستې ټول وسایل او تجهیزات مو یووړ ل .