اسفندیار ولي خان: په افغانستان کې حالات بدلېدالی نه شي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | اپریل 13th, 2013


پېښور: دبي بي سي د خبر له مخې د پښتون ملت پال عوامي نیشنل ګوند مشراسفندیار ولي خان ویلي، که هند افغانستان کې سړکونه او روغتونونه جوړول غواړي، نو پاکستان باید پرې نیوکه ونه کړي. هغه وپوښتل ”ایا پاکستان به افغانستان ته دا حق ورکړي چې د چین له خوا د بلوچستان په ګوادر کې د بندر په جوړولواعتراض وکړي”؟ د پاکستان له دولتي رادیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې اسفندیار وویل ”پاکستان باید په هغو شایانواعتراض ولري چې پخپله هم دې ته چمتو وي چې د نورواعتراضونه ومني او نوروته هم د اعتراضونودغه ډول حق ورکړي”. نوموړي دا هم ویلي چې ”موږ باید له نوروهغه غوښتنې وکړو چې هم دغه شان غوښتنې ومنو، کله چې له موږ څخه پوښتل کېږي”. پارلمان ته د خپلې یوې مخکنۍ وینا په یادولو سره دغه پښتون مشر وویل ”کله چې طالبانو پر کندهار قبضه وکړه، نو دا خبره یې سپینه کړه چې پاکستاني حکومت افغانستان د طالبانو نظام اړخ ته بېول غواړي چې دوی به د دې جوګه نه شي چې دغه نظام یوازې پرافغانستان پورې محدود نه کړي او دا چې طالبان به د ډیورنډ د کرښې دې اړخ ته هم راشي”.نوموړي ویلي، چې د ده ددې وینا کولو پرمهال د پاکستان مخکنۍ لومړۍ وزیره بېنظیر بوټو هم پارلمان کې وه.کله چې طالبانو پر کندهار قبضه وکړه، نو دا خبره یې سپینه کړه چې پاکستاني حکومت افغانستان د طالبانو نظام اړخ ته بېول غواړي.”اسفندیار ولي خان یوې پوښتنې ته په ځواب کې اسفندریار ولي خان له دې سره موافقه ونه کړه، چې ګني د ناټو تر وتلو وروسته به افغانستان کې وضعیت سم وي:دا نظر به په بشپړه توګه غلط وي، که څوک ووايي چې د ناټو تر وتلو وروسته به هرڅه سم وي. که چېرې ایساف، افغانستان او پاکستان د منلو وړ یو فورمول جوړ نه کړي، نو افغانستان او سیمه کې حالات بدلېدالی نه شي’.هغه دا هم ویلي چې د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته به افغانستان کې یوه تشه رامنځ ته شي، او تاریخ ښودلې ده، چې دغه خلا ډېر کله سخت دریځو ډکه کړې ده، نه د اعتدال غوښتونکو له خوا ډکه شوې ده. د اسفندریا په وینا، د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته، کېدای شي افغانستان کې شاید سخت دریځي عناصر بیا سر راپورته او خپل فعالیتونه ډېر کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024