زابل شملزو کی یو باب ښونځی پرانستل شو
جاويد احمد تنوير
دشملزو ولسوال برات خان وایی په دغه ولسوالۍ کی یی دخلکو په غوښتنه او مستقیمه مرسته په لمړي ځل دزده کونکو لپاره ښونځي پرانیستي .نوموړي زیاتوی چی په یاده ولسوالي کی دپوهنی ریاست لخوا دزده کونکو لپاره کوم تعمیر ندی جوړشوی او دوی په یوه کور کی دخیموپه واسطه دزده کونکو لپاره دزده کړي زمینه برابره کړه ، ولسوال وایی دامهال دري سوه شپیته کسه زده کونکي په زده کړه بوخت او به خبره یی دپوهني ریاست ته یی وړاندیز کړي ترڅو ورسره مرسته وکړي برات خان زیاتوی چی دپوهني ریاست یی وړاندیز منلي او ورسره یی ژمنه کړي چی ددغه ښونځي په تقویه کولوکی به له دوی سره مرسته کوي ، دښاغلي برات خان په خبره شملزو یوه لویه اوسرحدي ولسوالۍ ده اوباید دپوهني ریاست ورته خپله پاملرنه زیاته کړي . دپوهني رئیس هم مني چی پدغه ولسوالۍ کی په لمړي ځل ښونځي پرانستل کیږي خو زیاتوی چی زده کونکو ته ددرسي موادو په رسولو کی په ددغه ولسوالي سره مرسته کوي .دپوهني رئیس رحیم الله الودین وایی دپوهني بهیر یی ګړندي کړی او غواړی په ټولوولسوالیوکی دخلکو ماشومانوته دزده کړي زمینه برابره کړي .زابل یو له هغوی ولایتونو څخه دی چی اوسیدونکی یی اکثره نالوستي او دتاوتریخوالي پیښي پکی زیاتی دی .