په ننګرهارکي څلورتنه ځانمرګي دیوي ښځې په شمول نیول شویدي
59
کابل : دافغانستان دکورنیو چارووزارت افغاني رسنيواوتلویزیونونه ته خبرورکړي ،چې په ننګرهار کې يې د يوې ښځې په ګډون پنځه ځانمرګي بريدکوونکي نيولي دي.دکورنيو چارو وزارت وياند غلام صديق صديقي، نن په يوه خبري ناسته کې وويل چې ياد پنځه کسان، پرون سهار دننګرهار په ثمرخېلو سيمه کې چې دجلال اباد په لوري روان وو، د دې وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې رياست د پوليسو له لوري نيول شوي دي.
صدیقي زياته کړه چي دې کسانو غوښتل په کابل ښار کې د غويي د اتمې د ورځې د مراسمو پرمهال په ځانګړې توګه پر دوو دروملکي حکومتي ادارو بريدونه ترسره کړي، خو نوموړي د دې ادارو د نومونو له اخيستو ډډه وکړه.
د کورنيو چارو وزارت وياند وايي: “دغه کسان، چې له دوه مياشتې راهيسې يې تر تعقيب لاندې وو، د ديورنډکرښې اخوا د لواړګې په سيمه کې تجهيز شوي او له همغه ځايه يې دستوراخيستى وو.
د هغه په وينا، له دې کسانو سره، چې په الټو موټر کې سپاره وو او ټول د ننګرهار د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي دي، ددغوکسانو څخه چاودیدونکي توکي او پنځه دچاودیدوواسکټونه د يادې شوې ښځې په بکس کې ځاى په ځاى شوي وو، هم نيولي دي.
صديقي وايي، دا ځانمرګي اوسمهال په ننګرهار کې تر څېړنو لاندې دي، خو په لومړنيو تحقيقاتو کې يې اعتراف کړى، چې دوى له حقاني شبکې سره تړاو لري.
نوموړى زياتوي: “د دې کسانو په نيولو سره د يوې حتمي سل په سلو کې پېښېدونکې واقعې مخه ونيول شوه چې دا د پوليسو ستره لاسته راوړنه ده.”
د کورنيو چارو وزارت وياند دغه راز وويل، چې په کندوز ولايت کې هم دوه وسله وال طالبان چې په يوه موټر سايکل کې يې چاوېدونکي توکي ځاى په ځاى کړي وو، نيولي دي.