پېښور او کوهاټ کې بمي چاودنې شوې
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
پېښور:د خېبر پښتونخوا ایالت په پېښور او کوهاټ سیمو کې ټاکنیز دفترونه د بمي بریدونو ښکار شول. د پاکستان دولتي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، چې دې بریدونو کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او ۲۶ ټپیان ديدواړه په نښه شوي ټاکنیز دفترونه د پاکستان په ټاکنو کې له قبایلي سیمو نه د خپلواکو کاندیدانو اړوند وو. د کوهاټ امنیتي چارواکو ویلي، دغه سیمه کې په نښه شوی ټاکنیز دفتر لهاورکزی ایجنسۍ نه د ټاکنو د خپلواک کاندید سید نور اکبر اړوند و. په نښه شوی دفتر د هنګو روډ په کچه پکه سیمه کې و، چې پرې د بمي چاودنې په پایله کې پنځه کسان وژل شوی او ۱۶ ټپیان دي. د برید پر مهال سید نور اکبر دفتر کې و، خو هغه ته زیان نه دی اوښتی. دځايي پولیسو په وینا چاودنه د ریموټ کنټرول له لارې وشوه او په کې له ۵ کلوګرامه زیات باروت کارول شوي وو. له چاودنې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړه او ټپیان روغتون ته ولېږدول شول. د پېښور چارسدې روډ په مقصود اباد سیمه کې له خېبر ایجنسۍ باړې سیمې څخه دټاکنو د خپلواک کاندید حاجې ناصر خان افریدي ټاکنیز دفتر په نښه شوی. د ځايي پولیسو په وینا باروت د دفتر دیواله ته څېرمه ایښي وو، چې د چاودنېله امله یې د دفتر ودانۍ، شاوخوا دکانونه او هلته ولاړ ګاډي زیانمن شول. رپوټونو کې ویل شوي، چې دې چاودنه کې ۳ کسان وژل شوي او ۱۰ ټپیان دي، چې د پېښور لیډي ریډنګ روغتون ته لېږدول شوي. په صوابۍ کې هم د عوامي نيشنل گوندد صوبايي اسمبلۍ دکانديد میر رحمان په غونډه بريد شوى د پاکستاني طالبانو ویندوی احسان الله احسان رسنیو ته په یوه لېږل شوي پیغام کې د دې بریدونو مسوولیت منلی.