زابل دمجاهدینوورځ ولمانځل شول

جاويد احمد تنوير | اپریل 29th, 2013


دمجاهدینو دبریالیتوب یوویشتمه کلیزه ددي ولایت دسلګونو قومي او جهادي قوماندانانو لخوا په داسی حال کی ولانځل شول چی پدي ولایت کی لا اوس هم پخواني جهادي قوماندانان دخپلو ستونزو یاودنه کوي ، دوي وایی دولت ورته خاصه پاملرنه نه کوي او ددوي پروړاندي ګڼي ستونزي پرتي دی ، په غونډه کی یوشمیر جهادي قوماندانانو وویل چی ددولت ملاتړ کوي خو دهغوي لخوا یی مرسته کمه ده او خاصه پاملرنه ورته نه کیږي
دغونډي پرمهال دزابل مرستیال او سرپرست والي محمد جان رسولیار دمجاهدینو سرښیندني وستایلي او دافغان جهادي قوماندانان څخه ی وغوښتل چی دسولي په لاره کی له دولت سره مرسته وکړي ، نوموړي وایی افغانان اوس هم سره یوموټی دی او ددښمن هر راز مباریزي ته چمتو دی ، مرستیال والي دا مني چی جهادي قوماندانانو او د هغو کسانو کونډوته خپل حقوق ندي رسیدلي چی دجهاد په وخت کی یی خپل ژوند قرباني کړي ،
ښاغلي رسولیار وایی دخپلو شته امکانانو په درلودلو سره ژمن دی چی دجهادي قوماندانانو سره هر راز مرسته وکړي ، نوموړي وایی همیشه دقومي مشرانو او جهادي قوماندانانو ملاتړ کړي ، دیادولو ده چی دمجاهدینو ورځ نه یوازي په زابل کی لمانځل کیږي بلکي د افغانستان په اکثریت ولایتونو دغه ورځ ولانځل شول،

Copyright Larawbar 2007-2024