زابل ۲۵۰ کیلوګرامه نشی توکی ونیول شول
جاويد احمد تنوير
دزابل دمخدره توکو په وړاندي دمبارزې چارواکي په مرکز کلات کې په لسګونه کیلو ګرامه مخدره توکي نیول ددې ولایت امنیه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني وایی یاد نشه یی توکي ټول تاریاک دي چې وزن یی ۲۵۰ دوه سوه پنځوسو کیلوګرامو ته رسیږي چې په یوه مازدا ډوله موټر کې په ډیرمهارت سره ځاي پرځاي سوي وه په خبره یې دننګرهار څخه دکندهارولایت پر لوري وړل کیدل چې دوي دپولیسو له لوري دتلاشۍ پرځنځير ونیول سول ښاغلی روغ لیوني زیاتوي چې په دې تړاو دوه تنه نیول سوي چې ترپوښتنو وروسته به عدلی اوقضایې ارګانونو ته وسپارل سي ..
نوموړي زیاتوي چې دمخدره توکو پرضد یې جدې مبارزه پیل کړې چې دتیرو څو پرله پسې میاشتو راهیسي یی پدې ولایت کې سلګونه کیلو ګرامه نیشه یی توکي نیولي
دیادوني وړده چې دغه نشه یی توکي په داسی حال کې نیول کیږي چې نن په دې ولایت کې په رسمی ډول دنیشه توکو دکر دله منځه وړلو کمپاین پیل سوچې دچارواکو په خبره په مرکز او ولسوالیو کې به یاد کمپاین پلی سی چې په ترڅ کې به یی ټول کرل سوي تاریاک له منځه یوړل سی