دننګرهارزرګونوخلکودپاکستان پرضدلاریون پیل کړي

59 | مې 2nd, 2013


ننګرهار: نن پنجشنبه په ننګرهارکې په زرګونوخلکودپاکستان پر ضدلاریون اومظاهره وکړه ،مظا هره چیانوچي د شهیدسرتیرې جنازه يي بدرګه کوله دجنازې دبدرګې ترڅنک یې د پاکستان پرضد له خښمه اوقهر نه ډکه مظاهره پیل کړله .
دغوقهرجنو اوخښم جنوخلکو، دسهار په لسوبجو دننګرهار په صحت عامه کې دسرحدي پولیسو دشهیدشوي محمد قاسم جسد خوا ته راټول شو ي وو،او له هغه ځایه يي د امنيتي ځواکونو دزنده باداودپاکستان پرضد شعارونه ورکول او دشهیدمحمدقاسم جنازه په داسې مهال له ښاره تیریدله، چې دسړک دواړو غاړوته په سلګونوخلکو، چې دګلانوګیډۍ يي په لاس کي وې د جنازې پر موټرې یې ورشیندلې.
دغوخلکو، چې له افغاني احساساتو يي سترګې سرې رواتې وې ،دجنازې له موټره ګردچاپيرتاو او دشهیدمحمدقاسم د جنازې موټر يي ښکلولو،خو پر پاکستان اوطرفدارانو يي دمرګ شعارونه ورکول.
«مرګ په پاکستان مرګ په هغه چا،چې د پاکستان غلامي کوي، موږ دخپلو امنيتي ځواکونوملاتړ کوو،« ژوندي دې وي زموږ ملي ځواکونه»
وروسته، چې د ښار د بېلابېلو څنډو او د مختلفو لیرو پرتو سیمو څخه راغلو په زرګونو خلکو د جلال اباد ښار د عیدګاه په مسجد کې دشهید محمدقاسم جنازه ترسره کړله.
د جنازې په مراسمو کې په افغانستان کې دسرحدي پولیسوعمومي قومندان جنرال ګل نبي احمدزي خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی هر سرتیری به تل دخپلې خاورې نه دفاع کوي:
« هغه زیاته کړه چي تاسو ته ډاډ درکوم، چې ستاسې پولیس به شپه او ورځ د شهیدمحمد قاسم په څير دخپل سر په بدله د خپلې خاورې دفاع کوي او هیچاته به اجازه ورنکړو، چې زموږ پرخاوره باندي تیری وکړي».
دیادولووړ ده، چې دسرحدي پولیسویادسرتیری د تېرې شپې په هغه جګړه کې شهیدشو، چې د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې دافغان اوپاکستاني سرتیرو ترمنځ نښته پیل شوه.
د ننګرهار د ولایتي چارواکو په خبره تېره شپه لومړی د پاکستاني ځواکونو له خوا په ګوشتې ولسوالۍ انداښتونه وشول، چې وروسته افغان امنيتي ځواکونو هم ځوابیه ډزې وکړې اونښته پیل شوه.د پاکستاني لوري د تلفاتو په اړه دم ګړۍ څه نه دي ویل شوي. خو دیو شمېر رسنیو په رپوټونوکې ویل شوي، چې په دې نښته کې دوه پاکستاني سرتېري ټپیان شوي دي.د سیمه يیزو خلکو په خبره په دې نښته کې ۷ پاکستاني پوځیان وژل شوي اویوسرحدي پولیس وژل شوی اودرې تنه نور ټپیان دي . دخبر یوه بله سرچينه بیا وایې چې د جګړې په ترڅ کې پنځو افغان سرتېرو او تر لسو زياتو پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دهغي په خبره “يو افغان سرتېرى شهيد شوى او څلور ټپيان دي.”
د دې نښتې په پایله کې افغان امنيتي ځواکونو د پاکستاني ملیشو پینځه پوستې هم ونیولې او هلته په سیمه کې د پاکستان له خوا جوړه شوې دروازه او تاسیسات ټوله ړنګ اوویجاړکړي دي .
دلراوبر ویب پاڼه هڅه کوي چي تاسوګرانولوستونکوته دګوشتي ولسوالي په اړوندهرنوی بیړني خبر پرلیکه کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024