په امریکاکي يوځوان فټبالیست په یوه سوک دلوبي (ریفری)قاضي وواژی
59
دامریکا دسالت لیک په ښارکي دفټبال دسیالیوپه درشل کي دیوی لوبي پرمهال یوه ځوان فټبالیست د لوبي داور(قاضی) پرمخ باندي یوسوک وواهي او مړ یي کړی. ریکاردوپارتیلو ۴۶کاله عمردرلودی اوددي ښاردفټبال دسیالیو ریفری وو،چي تیره اووني دیوي لوبي دقضاوت پرمهال دیوه لوبغاړی دکرکي اودښمني عامل شو.
پارتیلوهغه وخت یوه ځوان ( ۱۷ )کلن لوبغاړی په سوک وواهي ،چي ریفری ورته دسرغړوني په وجه دلوبي په وخت کي ژړکارت ورکړی. دلوبي پروخت عیني شاهدان وایې ،چي دلوبي قاضي دژړکارت په لیکلو بوخت وو،چي ناببره دنوموړي فټبالیست لخواه ورباندي دسوک کلکه ضربه ولیګیده .ریفری وروسته روغتون ته یووړل شواوهلته یی ساه ورکړه.
د ریفری ۱۷ کلني لور جوهانا پارتیلورسنیوته وویل ،چي هغه دلوبي په وخت کي هلته نه وه ،خودنورو په وینا پلار یې دلوبي دقضاوت پرمهال دیوه لوبغاړي لخواه دسوک دضربي نه وروسته پر مځکه ولویدي دهغه ترخولي ویني جاري شوي اودکوما حالت ته ولاړی او بیاپه روغتون کي مړشو.
پولیس وایې چي ځوان لوبغاړي یې نیولي اودهغه څخه یې څیړني اوپلټني پیل کړی دی ،شایدهغه دریفري د وژلوپه جرم سره ترټولولوړه اوسخته جزاوویني.