زابل ښځي اوس هم له ستونزوسره مخ دي

جاويد احمد تنوير | مې 7th, 2013


لسګونه میرمنې ددي ولایت په ولایتي شورا کی سره راغونډې شوی وي او دښځو پروړاندی یی دګڼوستونزو یادونه کول ، په غونډه کی دښځو چارو رئیس اغلي صدیقي جلالي دښځو پروړاندی دنوروستونزوترڅنګ په روغتیایی مرکزونوکی ښځوته دنه پاملرني یادونه کول . نوموړې وایی په روغتیایی مرکزونو دارو درمل نشته او دښځو سمه تداوي نه کیږي ، دهغي په خبره چی دعامي روغتیا چارواکی باید ښځو ته درغتیا په برخه کی لازم امکانات بر ابر کړي ،
دغونډي پرمهال یوشمیر نورومیرمنو هم په ولایتي روغتون کی دښځو لپاره دکمو امکانانو یادونه وکړل ، دوی وایی چی دناروغیو پروخت اکثره مهال یوشمیر میرمني خپل ژوند دلاسه ورکوي ،واکس پاپ
دزابل دولایتي روغتون رئیس ډاکتر زلمي رښتین دښځو ستونزي مني ، نوموړي وایی ددوی تخصیص او امکانات کم دی که وزارت ورسره مرسته وکړي نو دښځو لپاره په ځانګړي روغتیایی مرکزونه جوړ کړي، دزابل میرمني نه یوازي دروغتیا په برخه کی ستونزي لري بلکي ددولت دنه پاملرني له امله دامهال دټولنیزو ستونزوسره لاس او ګریوان دی ، هغوی پرمختیایی پروګرامونه نه لري او داقتصادي پلوه هم کمزوري بریښي

Copyright Larawbar 2007-2024