وردګ:که پر زده کونکوباندي دمسمومیت ثبات پیدانشي جزابه وویني
59
کابل: د پوهني وزیرغلام فاروق وردک رسنیوته څرګنده کړه ،که په راتلونکي کي زده کونکي اوښوونکي دمسمومیت په باره کي بی پروایې وکړي اومسموم شوي نه وي دوزارت لخواه به سخته جزا وویني.وردک وایې ،چي دمسومیت په تیروپیبښوکي دمسموم شووشاګردانوپه وینه کي سمي توکي پیدا نه شول.دهغه په وینا دروغتیا یې چارووزارت دمسموم شووزده کونکودویني نموني دهیوادپه دننه اوبهرکي وروغتونونو ته لیږلي وی چي په نتیجه کي دسمي زهري
توکوهیڅ کومه ماده ونه موندل شوه.وردګ وایې :که چیري روغتونونه ثابته نکړی چي زده کونکي مسموم شوی دي ،نوزه به زده کونکو،ښوونکو،سرښوونکو اودښوونځیومدیرانوته جزا ورکړم. هغه زیاته کړه که چیری دښوونځۍ کارکونکي دمسمومیت دغه ناوړي عمل ترسره کړي اودمسمومیت حالت را منځته کړی نود هغه دا عمل به دتروریزم په تور حساب شي .
دیادوني وړده چي په وروستیوکلنوکي دهیواد په مرکز اوولایاتوکي په څوښوونځيوکي یو شمیر زیات زده کونکي مسموم شوي دي. ولي تراوسه پوري دیوي پیښي سپیناوې هم نه ده شوی او نه هم څوک په دي تور نیول شویدي.