زابل ۴۰ بابه ښونځۍ تړل شوی دی

جاويد احمد تنوير | مې 14th, 2013


شاهجوۍ دزابل یوه هغه ناامنه ولسوالۍ ده چی دتیري یوي نیمي میاشتي راهیسي پکی ښونیز بهیر په ټپه ولاړ دی ، چارواکی وایی ددغه ولسوالۍ نژدی څلویښت بابه ښونځي دنامعلومو دلایلو له مخي دزده کونکو پرمخ تړل شوی دی او وسله والو طالبانو ښونکوته ګواښونه کړي چی ښونځيوته به دورتګ څخه ډډه کوي ، دزابل مرستیال او سرپرست والي محمد جان رسولیار وایی طالبان غواړي ددي ولایت تنکي ماشومان په نالوستۍ کی لوی کړي ترڅو په راتلونکی کی هغوی هم دخپل وطن په ورانولو کی برخه واخلي ،
دسیمي ځایی اوسیدنکی هم ددغه ستونزي یادونه کوی دوی وایی ماشومان یی پر کورنو ناست دی او دسیمي ښونځي ټول تړل شوی دی ،یاد اوسیدونکی وایی طالبانو دغه کار دموټرسیکلونو دبندولوپه غبرګون کي کړي ، دځایی اوسیدونکو په وینا که چیرته دولت موټر سیکلونو ته اجازه ورکړي نو دغه ستونزه به هواره شی ،
تردي وړاندی هم وسله والوطالبانو دولسوالیو دلوی لارو پر موټرونو بندیز لګولي وه چی اوس هغه ستونزه تریوه بریده هواره شوی ده ، که څه هم چارواکی وایی ددي ستونزي دهوارولو لپاره هلي ځلي کوی خو تردي مهاله کومي پایلي ته ندي سره رسیدلي دی .

Copyright Larawbar 2007-2024