مافیايي مصلحتونه به دا نظام ړنګ کړي
اداري فساد او بې عدالتي په داسې حال کې یولس کلن کیږي چې د مشروعیت په نوم موجوده نظام ته څه ندي پاتې بد امني ، فقر ، رشوت ، قانون ماتونه ، غلاوې ،بې عدالتي اداري فساد او په لسګونه نورې ستونزې په لوړه کچه په نظام کې حاکمیت لري. په عین حال کې ولس له دولت سره په خپلو روابطو کې بدلون ته مخه کوي چې ښکاره بیلګې یې دستر په سترګو لیدل کیږي.
ولس دیوه ټول واک او قانون مدار نظام غوښتونکي وو چې له بده مرغه داسې ونه شول، دمختلفو مصلحتونو په چوکاټ کې یوه فاسده حکومتي دایره جوړه او ټول واک ډلو ټپلو ته وسپارل شوه، عمومي افکار داوه چې دنظام راتلونکی به ښه وي او کاربه اهل کارته سپارل کیږي چه په دېرې خواشینئ سره داسې ونه شول.
اوس چې اداري فساد او بې عدالتي په افغانستان کې پوره حاکمیت لري هیڅ ډول اصلاحات او تغیرات نه شي کولای چې ګټورې پایلې ولري ځکه ولسمشر کرزي د هرډول تغیر پر مهال مصلحتونه له پامه نه وباسي، چې له همدې امله ولس له دې نظام څخه دلرې کیدو په حال کې دي.
قومې، ژبني او سیاسي جوړښتونه هغه لوی او بې اساسه کړنلاره ده چې له مخې یې د افغانستان اوسنۍ نظام جوړ شوی دۍ. اوپه دې نظام کې د واک پر ګډۍ ناست چارواکي له شایسته سالارۍ او اهلیت لرلو پرته ټاکل شوي دي.
اوس چې مافیا او فساد په ګډه دافغانستان په دولتي اداروکې حاکمیت لري په تغیر ،او بدلون یې اصلاح کول یوې لوې مبارزې او قرباني ته اړتیالري ولسمشر کرزي د اصلاحاتو ترنامه لاندې یو دولتي چارواکی له یوه وزارت څخه لرې اوبل وزارت ته یې ټاکي ، چې په اصل کې دغه اقدام د اصلاح مانا نلري بلکې دمافیا اود ډلو ټپلو دخیال اوفرامیشاتو ساتنه ده.
تر ځنګ یې په ملي شورا کې د مافیايي کړیو فعالیت بیا بله ستونزه ده چې افغان ولس یې له ګڼو ننګونو سره لاس او ګریوان کړی ، جالبته خبره داده چې اوس افغان بې چاره ولس پر چا او کومو لوریو باور وکړي؟ په چاکې دا توان شته چې دغې پوښتنې ته ځواب ووايي؟
دماليي وزیر دهغو شپږو وکیلانو هویت او اهلیت دملت مخې ته کیښود چې تل یې د ملي یوالي ، ملي ګټو او ملي احساساتو په نامه له خلکو دوینې او غوښو له خوړولو پرته بله دنده یې نه لرله. اوس قضاوت څوک کوي. کومه اداره ؟ کومه څانګه؟
د کرزي په کابینه کې داسې لړلي او فاسدې څېرې دواک پرګډۍ خیټې اچولي چې له لرې کولو یې خپله ولسمشر هم عاجز پاتې دۍ، بل لورته دهر فاسد او ناکاره شخص تر شا هغه څېرې او ډلې ټپلې ولاړ دي چې افغانستان دهمغوی له لاسه د بربادئ کندې ته غورځول شوی دی. په عین حال کې د ګوتو په شمار د نیک اوښه شخصیت درلودونکي ځیرې هم په کابینه کې غړیتوب لري.
په دې ورستیو کې ولسمشر پوره هوډ لري چې خپله کابینه اصلاح کړي خو اساسي او مهم شرط یې دادۍ چې پر فاسدو او ملي خاینینو قانون پلی کړي چې د دې کار په کولو سره دولس ملاتړ ترلاسه کولی شي. که چیرته اصلاحات د نا مشروع نا قانونه او دګوندونو او ډلو ټپلو په غوښتنه عملي شي دخلکو او دولت ترمنځ پروت واټن نورهم پراخیږي.
ولسمشر کرزي په تیرو لسو کلونو کې د اصلاح او مثبت تغیر د راوستو په موخه ځینې چارواکي یې له یوې ادارې بلې ادارې ، له یوه وزارت بل وزارت ، له یوه ولایت بل ولایت ته بدل رابدل کړل چې د ویښته په اندازه یې ګټه ونکړه او تر خوايې فساد او ناغیړې ورځ تر بلې زیات شول او دادی دفساد لړۍ له ولسي جرګې سر پورته کړ چې پایله یې پر حاکم نظام د ولس بې باوري لوړې کچې ته ورسید .
بل لوري ته د حکومت سیاسي مخالفین یا که واضح وویل شي د شمالي ټلوالې مخلوع شوي پخواني چارواکي په یوه خوله او پریکړې سره تل په دې لټه کې دي چې حکومت تخریب او کرزی ملامت کړي، دوی د فساد شتون ته ګوته نیسي او دایې د خپلو شومو اهدافو د پلي کولو لپاره یوه لویه موخه ټاکلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې دوی دهمدې نظام اصلي بنسټ ایښودونکي دي خو فرق دومره ده چې اوس په نظام کې غړیتوب نلري او تل په دې لټه کې دي چې دتیرو لسو کالونو ناغیړۍ د ولسمشر کرزي په غاړه ور واچوي.
دایو حقیقت دۍ چې د اتلاف او شراکت په اډانه کې جوړ شوی نظام او په چاروکې د نا اهله کسانو ګمارل یوه ملي تیر وتنه او له بلې خوا دملي ګټو پر خلاف عمل بلل کیږي، ښکاره بیلګه یې دافغانستان دولت او نظام وینو،که چیرته د شراکت او اتلاف په نا انډوله دایره کې شخصي ګټې په پام کې ونیول شي انجام به بې رسوايي او بربادي وي ،بیا نو هغه وخت دۍ چې مافیايي کړۍ واک ترلاسه کوي. او ټولو چاروته لاس په کارکیږي. چې دادۍ په ولسي جرګه یې نښې ښکاره شوې.
که چیرې ولسمشر کرزی غواړي خپل حکومت اصلاح کړي او د فساد مخه ونیسي سره له دې چې ناشوڼی بریښي بلکې په دې ترتیب او میکانیزم ټاکل شوي موخو ته رسیدل هم ګران بریښي د تغیر او اصلاح په نوم د ارګ هر ډول اقدام نمایشي او بې پایلې دي ، یو دولتي لوړ پوړی چارواکی د اداري فساد، قاچاق، جاسوسي، غلا او لسګونه نورو جرمونو په تور نیول کیږي خو له محاکمه کیدو یې څه پته نوي او یادا چې په تیښته بریالی شي. اوس نو دې ته څه ډول اصلاح او تغیر ویل کیږي.
خو تر خوايې موخې ته درسیدو لپاره جدیت او غوڅ دریځ هم دپام وړ دي چې له بده مرغه دا مهم ټکي دکرزي په مدیریت کې نه لیدل کیږي، اداري فساد دیوه سرطاني ناروغئ په شان د نظام په زړه کې منګولې خښې کړي او له منځه وړل یې عاجل ضروت دی.
سره له دې چې دکرزي دلس کلن حکومت پر مهال ډیر څه وشول خو اداري فساد ، او دمخدره توکو قاچ له نا امني سره په ګډه د نظام په دننه کې دیوه بیل قدرت په توګه یې سر پورته کړ.چې اوس یې پر وړاندې مبارزه او مجادله ناشوڼۍ ښکاري.
شاو خوا لس کاله وړاندې افغان ولس دلمړي ځل لپاره دټاکنو صندقونو ته لاړل او خپلې رايې حامدکرزي ته ورکړې او دا تمه یې لرله چې دخلکو دخوښې نظام به جوړکړي، خو له بده مرغه دولس داسپېڅلې هیله له خاورو سره خاورې شوې، د ولس د غوښتنو پرخلاف ولسمشر هغه ډلې ټپلې په ځان را راغونډ کړل کوم چې دافغانستان دورانولو بنسټ ایښودونکي پيژندل کیږي.او د دولت په لوړو پوستونوکې یې په عالي دندو وګمارل چې اوس یې پرلرې کولو یې پاتې راغلی.
اوس چې عمومي افکار د موجوده نظام پر وړاندې مثبت اړخ نلري ضروري ده چې په لوړو پوستو نو کې ژور او جدي تغیرات راوستل شي، چې له دې اقدام سره به دولس باور او اعتماد بیرته ترلاسه شي او که چیرته د تغیر په نامه بیا معاملې وشي ښکاره ده چې ښې پایلې به ونلري.