جلال آباد : د کرکټ سيالۍ پيلېږي

عطاالله محمدي | مې 20th, 2013


په ننګرهار ولايت کي د کرکټ سيالۍ پيلېږي .
دا سيالۍ به نن دوشنبه په پېښور کي د مېشتو افغانانو د ټايګر کرکټ لوبډلي او ودير ساپي لوبډلي ترمنځ پيل سي.
د کرکټ بورډ په دې اړه لراوبر ته يوه خبرپاڼه رالېږلي او ليکي چي يادي سيالۍ شل اوريزي دي او د ننګرهار ښار په سراج العمارت بڼ په لوبغالي کي به ترسره سي.

Copyright Larawbar 2007-2024