کندهار : د حج لارښود ملايان به وټاکل سي
عطاالله محمدي
دکندهار دحج او اوقاف رياست د حج لارښود او ملايان په محلي سطحه ټاکي
دکند هار ولايت د حج او اوقاف رئيس مولوي نورالعزيز آغا نن په يو مطبوعاتي کنفرانس کي خبريالاتنو ته وويل، د دوى رياست پلان لري چي په راوان کال کي به د ټول زون په سطحه د ديني علماو څخه ازموينه واخلي.
ده وويل چي له دې ورسته به د کندهار علما کابل ته د ازمويني لپاره نه ځي
بلکې سږکال به د دوي څخه دلي په کندهار کي ازموينه واخيستل سي او دغه
علما به د حج دمراسمو په ترسره کولو ، حاجيان ته لارښونه کوي.
نوموړي وويل چي سږکال د حاجيانو د روغتيايي خدماتو لپاره به يوازي
کندهاري ډکټران د حاجيانو سره سعودي ته واستوي نه دکابل څخه، ځکه دده په
خبره چي د کندهار خپل ډکټران ، دکندهار د حاجيانو ستونزي او مشکلات ښه
درکولاي سي او ورته په ښه توګه رسيدګي کولاي سي.
ښاغلي نور العزيز آغا وويل، چي دغه راز په پام کي لري څو په روان کال
حامله ښځو ته د حج د اداکولو لپاره سعودي ته د تګ اجازه ورنکړي ځکه په
وينا هلته دوي د ډيرو ستونزو سره مخامخ کيږي او هغه کسان چي په نږدې
کلونو کي د حج فريضه يې ادا کړي وي نو ورته د دوهم ځل لپاره د تګ اجازه
نه ورکوي څو نور کسانو ته چي تر اوسه ندي تللي او نومونه يې د دوي سره
ثبت دي، نوبت ورسيږي.
همدارنګه نوموړي وويل ، په پام کي لري چي په راتلونکي کال کي د کندهار په
ښار کي د ددو نورو مسجدونو د جوړولو کار پيل کړي
هغه د خپل رياست د لاسته راوړنو په اړه هم وږغېدى او وويل چي په تېرکل
کي يې (٣٢١٦ ) حاجيان د حج د فريضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته
استولي وو چي په وينا يې د لازمو اسانتياو په برابرولو سره يې پرې نه ښول چي
حاجيان دکوم ډول ستونزي او مشکل سره مخامخ سي.