اروپايي ټولني د خپلو پوليسو ماموريت تر ٢٠١٤ کاله وغځاوه

عطاالله محمدي | مې 29th, 2013


د اروپا شورا پرون په بروکسل کي دا ماموریت په داسې حال کي تمدید کى؛ چي د پای نیټې ته یې درې ورځې پاته وې.
اوس به د (اي. یو. پول) یا د اروپايي ټولنې د پولیسو ماموریت په افغانستان کي د ۲۰۱۴ م کال د ډسمبر تر یودیرشمې نیټې پورې دوام وکي.
د اروپايي ټولنې چارواکي وايي، په افغانستان کي به په راتلونکو اتلس میاشتو کي له افغان حکومت سره مرسته وکړي چي ؛ خپل غیرې پوځي ظرفیتونه لوړ کړي او همدارنګه د افغان ملي پولیسو او د افغانستان د عدلي سیسټم ترمنځ همکارۍ ډيرې سي.
د اروپايي ټولنې د پولیسو دا پروګرام په افغانستان کي د ۲۰۰۷م کال د جون له میاشتې راهیسې پیل سوی دی او په کښې تقریباً درې سوه پنځوس بهرني او دوه سوه افغان کارکونکي کار کوي.
د اروپايي ټولنې درویشت غړیو هیوادونو، همدارنګه کاناډا او کروشیا چي د اروپايي ټولنې غړي نه دي؛ خپل اتباع افغانستان ته د اروپايي ټولنې د پولیسو د ماموریت په لړ کي استولې دي.

Copyright Larawbar 2007-2024