اکسپرس:دبریتانیا ځواکونه په افغانستان کي طالبانو ته تنخواوي ورکوي

59 | جون 2nd, 2013


دانګلستان انګلسي ژبه اکسپرس ورځپانه دنن ورځې دخبر په يوه برخه کي لیکي ،چي په افغانستان کي بریتانیایې ځواکونه دافغانستان طالبانوته رشوت اوبډي ورکوی ،ترڅودوی دجګړي څخه لاس واخلي. په خبرکي ویل شوي چي بریتانیاپه میلیونونوډالردطالبانودوسله والوډلولپاره ځانګړي کړي دي،ترڅو په افغانستان کي دجګړوڅخه لاس په سرشي.داکسپرس ورځپاڼه زیاتوي چي ددي پروژي دپلي کولولپاره تراوسه شپږمیلیونه اوشپږسوه زره (پونډه )یا(لس میلیونه ډالره )ځانګړي شویدي.ددي خبرله مخې بریتانیاپلان لری ،چي دراتلونکي یوه کال په موده کي هرهغه طالب ته چي دجګړۍ څخه لاس واخلي دمیاشتي (۱۰۰) پونډه میاشتني تنخواوي ورکړي. بریتانیا تراوسه پوري دافغانستان په دوولس کلنه جګړه کي (۴۴۴) سرتیري له لاسه ورکړی دي.
دیادولوړ ده ،چي دامریکا اوانګلستان پټوڅارګرواستفاراتوادارودکرزي دفترته هم په میلیونونه ډالرورکړی وو،ترڅو خپلي غوښتني ورباندي ومني. بل لوري حامدکرزي هم ددغوتورو پټوپیسودتسلیمولولړۍ تآئیدکړه.

Copyright Larawbar 2007-2024