زابل دارغنداب خلک دکرهڼي په برخه کی ستونزي لري

جاويد احمد تنوير | جون 2nd, 2013


ددي ولسوالۍ ډيری اوسیدونکی یوازي دکرهڼي له لاري دخپلي کورنۍ نفقه برابروي او کاروبار یی هم یوازي پرهمدي کرهڼه ولاړ دی ، اوسمهال ددي والسوالۍ اوسیدونکي وایی دتیرو کلونو په نسبت یی کرهڼيز محصلات کم دی او لامل یی دوی په سیمه کی د دنباتاتو دناروغیو خوریدل په ګوته کوي . دغه اوسیدونکی وایی دکرهڼي ریاست لخوا ورته پاملرنه نشته چی له امله دوی دخپلو کرل شویو ځمکو څخه په کمه اندازه حصیلات په لاس راوړي ، دیادو اوسیدونکو په خبره که دکرهڼي ریاست ورسره پروخت ددارو درملو مرسته وکړي نو داونو او نیالګیو دناروغیو به پري مخنیوی وکړي ،

دکرهڼي چارواکی هم دخلکو ادعا وي نه ردوي خو زیاتوی چی دومره هم نه دی چی دخلکو ټول کرل شوی فصلونه له مینځه تللي ، دکرهڼي رئیس بسم الله حریفال وایی دوي به ډير ژر ددغه ولسوالي له ۵۰ څخه تر ۸۰ کسانو پوري دکرهڼي په برخه کی وروزي او ورسره به د نیالګیو ددارو درملو مرسته وکړوي
دیادوني وړده چی ارغنداب دزابل یوه سمسوره او کرهڼيزه ولسوالۍ ده چی تازه او وچه میوه یی نور ولایتونو او هیوادونو ته له همدي ځای صادریږي ،

Copyright Larawbar 2007-2024