طالبانو ایران ته ددوی دډلۍ ددووپلاوسفرتاییدکړی

59 | جون 3rd, 2013


دطالبانوویا ندددوشنبې په ورځ دا خبره تاییدکړه ،چې ددوی دډلې دوه پلاوي له ایراني چارواکوسره دخبرواتروپه موخه په رسمي سفر ایران ته تللي دي.
دطالبانوویاند،قاري یوسف احمدي لراوبرته په رالیږلې خبرکې تهران ته د دغو پلاوو دسفرموخه له ایراني چارواکو سره خبرې اترې ښودلې دي.نوموړی زیاته کړه چې دطالبانو دسیاسي دفتر دریس په مشری یوه پلاوي د درې ورځني سفر په لړ کې له ایراني چارواکوسره د علاقې وړ موضوعاتو په اړه له بحث وروسته بیرته راستانه شوي دي.
قاري یوسف احمدي وايي له دې وړاندې د ایران په رسمي بلنه دطالبانو یوه لوړ پوړي پلاوي د ایران حکومت په رسمي بلنه په تهران کې د اسلامي ویښتیا په ناسته کې دګډون لپاره دغه هیواد ته سفر کړې و.
د دغه پلاوي مشري سيد طيب آغا کوي .په قطرکي دطالبانوددفترمهم استازي محمدالله نعماني او په ميدان وردګو ولايت کي د طالبانو ډلي پخواني والي شمس الدين پهلوان ددغه پلاوي نورکسان دي. دطالبانو ویاند لراوبر ویب پاڼی ته پخپل لیږلي لیک کي ویلي ،چي تردې وړاندې هم داسلامي امارت استازو په جاپان او فرانسه کې په نړیوالو کانفرانسونو کې دشرکت له لارې خپل دریځ نړیوالو ته ابلاغ کړی وو ، چې پایلې یې مثبتې وې .
باید ووایو چې اسلامي امارت ددوه اړخیز احترام په چوکاټ کې تل د نړۍ او سیمې له هیوادونوسره داړیکو پاللو هڅه کړې او په دې برخه کې به بیا هم خپلې هڅې ونه سپموي .
بل لوری د افغانستان دبهرنيوچارو وزارت ویاند پرون وویل،چي په افغانستان کي دایران اسلامی جمهو ریت لوی سفارت ایران ته دطالبانودراتګ په اړه ناخبری وښودله .
بلخوا دطالبانویو چارواکي له پاکستاني رسنیو سره ددغه سفر موخه له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته له طالبانوسره د ایران د راتلونکې همکاري په اړه خبرې اترې کول په ګوته کوي.
د طالبانو یوه غړي وویل: «طالبان به ایراني چارواکو ته خپل سیاستونه روښانه کړي تر څوهغه اندیښنې چې ایران یې د دې سني مذهبه اسلامي ډلې په اړه لري، له مخې لري کړي.»
په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې له ایراني چارواکو سره د دغه سفر د حقیقت درلودو په اړه خبرې اترې پیل شوې دي.د دې وزارت ویاند د افغانستان په مشری د سولې له خبرو اترو څخه د ایران پرملاتړ ټینګار کوي.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، جانان موسی زي وویل: «د افغانستان د سولې د هڅو په اړه د ایران رسمي دریځ روښانه دی او هغه دا چې ایران د افغانستان دولت په مشری دسولې له بهیرنه ملاتړ کوي.»دغه سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې واشنګټن د طالبانو له مشرتابه سره د سولې پرخبرواتروتاکید کړی دی.

Copyright Larawbar 2007-2024