ولسي جرګي پریکړه وکړه چي ددوومیاشتوپه موده کي دځمکو دغاصبینونومونه رسواکړي
59
کابل :دولسي جرګې غړونن پریکړه وکړه ،چي په کابل او ولایاتوکي دځمکودغصب اوښارواليوپه برخه کې دحکومت پرکړنودڅاراوپلټني کمېسيون ته نوروخت ورکړي او دوی ته یې دنده وسپارله ، چې په راتلونکودوومياشتوکې دځمکودغاصبينونومونه افشا کړي.ولسي جرګې تېرکال د وږي په مياشت کې د ځمکو د غصب او ښارواليو په برخه کې د حکومت پرکړنو دڅار کمېسيون جوړ کړی وو.
په يادکميسيون کې دولسي جرګې له اتلس ګونوکمېسيونونو او پارلماني ګروپونوڅخه يويوتن غړيتوب لري.
د ولسي جرګې دځمکود غصب او ښارواليو په برخه کې د حکومت پر کړنو د څار کمېسيون مشر زلمي مجددي د دې جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې وويل، چې په تېرودرېيو لسيزواو په ځانګړي ډول په دې وروستيوکلونوکې د سياسي اواقتصادي موخو لپاره د هېوادپه کچه ١،٢ ميليونه جريبه ځمکه غصب شوې ده.
هغه زياته کړه، چې ديادو ځمکو د غصب په اړه داسنادو د لاسته راوړلو لپاره دغه کمېسيون له ګڼودولتي ارګانونو سره غونډې کړې دي.دى وايي، ډېرې ځمکې د هغوکسانو له خوا غصب شوې، چې حکومتي ملاتړي لري.
د مجددي په اند، غاصبينو ته د مجازاتو د نشتون له امله د ځمکو غصبول په ډېرې چټکې سره روان دى.
دى وايي، چې د ولسي جرګې د ځمکو دغصب او ښارواليو په برخه کې د حکومت پر کړنو د څار کمېسيون غاصبينو ته د سزا ورکونې په موخه د قانون يوه طرحه جوړه کړې ده.
هغه زياته کړه، چې پر يادې طرحې د جرګې په اتلس ګونو کمېسيونونو بحث روان دى او څه موده وروسته به د تصويب په موخه عمومي غونډې ته وړاندې شي.
د ياد کمېسيون منشي شېرولي وردګ وويل، چې ياد شوي ځمکې د ١٥٨٣١تنو له خوا غصب شوې، چې د ټولو په اړه يې دوى اسناد لري.د وردګ په وينا، په ټول هېواد کې ٣٥٥ ښارګوټې جوړ شوي، چې يواځې ٩٤ يې قانوني او پاتې نور يي ټول غيرقانوني دي.هغه وايي، چې دغاصبينو پر وړاندې د حکومت تګلاره په تيروکلونو کې ناکامه وه او د غصب شويوځمکو ډيره برخه زورواکانو نيولى ده.
وردګ وايي، چې د غاصبينو په ډله کې يو شمېر داسې کسان هم شته، چې عملا دحکومت په چوکات کې دندې لري.
په ولسي جرګه کې د کابل استازي رمضان بشردوست د يادشوي کمېسيون پر کړنونيوکه وکړه او ويي ويل: ستاسو له راپور نه خو دځمکو د غصب په اړه مطبوعاتو ښه راپورونه خپاره کړي دي.
بشردوست ټينګار کاوه، چې ياد دغه کمېسيون بايد د هغوکسانو نومونه په ډاګه کړى، چې دولتي اودخلکو ځمکې يي غصب کړي دي.
د ولسي جرګې رئيس عبدالرووف ابراهيمي وويل، چې د جرګې دد اخلي دندو له اصولو سره سم د دې کميسيون دکار موده پاې ته رسيدلى اوخپله دنده يي په سمه توګه سرته نه ده رسولى.
هغه زياته کړه،چې په دې موده بايد د ولسي جرګې د ځمکو د غصب او ښارواليو په برخه کې د حکومت پر کړنو دڅار کمېسيون د هغوکسانونومونه پيدا او افشا کړي واى، چې ځمکې يي غصب کړي دي.
د ابراهيمي په وينا، ددې لپاره چې دغه کمېسيون يوې پايلې ته ورسيږي بايد دکار موده يي ددوو مياشتو لپاره په دې شرط وغځيږي، چې دغاصبينو نومونه افشا کړي.
د هغه يادې څرګندونې دجرګې د غړو له لوري د کارتونو په پورته کولو سره تاييد شوى او دياد شوي کميسيون دکار موده ددوومياشتو لپاره نوره وغځيدله.
یادونه:
که له یوي خواه زورواکي اولوړپوړي چارواکي ددولت اوخلکوځمکي په زوره غصبوي، ولي له بلي خواه دامنیتي عدلي او قضایې ارګانونومسؤولین بیا دقانون په پلي کولوکي پاتي راغلي دي .اړینه ده چي دولسي جرګي غړي دټاکلي وخته پوري دځمکودغاصبینونومونه په ډاګه کړي او په رسمي بڼه یې اړوندوادارو ته وسپاري.