دولتي ځواکونو دوایګل ولسوالۍ له طالبانو څخه ونیوله

59 | جون 7th, 2013


خبریال زرداد شینواری:
د نورستان ولایت وایګل ولسوالۍ دوه کاله وړاندي دوسلوالو طالبانولاسته ورغلي وه .په تیرودووکالوکي افغان دولت په دي بریالي نشو، چي یاده ولسوالۍله وسلوالو طالبانو څخه ونیسي، خو افغان ځواکونو تیره ورځ دیادي ولسوالۍ دنیولو لپاره پراخ عملیات پیل کړل، او نن پای ته ورسیدل.
ددي ولایت دوالي ویاندظاهر بهاند وایی ،چي سلګونه افغان ځواکونو دیادي ولسوالۍ دنیولو لپاره پرون سهار عملیات پیل کړي وه ،اوتر نن ناوخته یی دوام درلودي. بهاند وایی چي ولسوالۍ په بشپړه توګه له وسلوالو طالبانو څخه نیول شويده.
نوموړی زیاتوي ،چي دعملیاتو په ترڅ کي افغان ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتي، ولي دوی ادعا کوي چي ګڼ وسلوال طالبان وژل شوي او ډیر نوریې له سیمي څخه تښتیدلي دي. بل لوري وسلوال طالبان ددولت کړي ادعا نه مني، ددي ډلي ویاند قاری یوسف احمدی وایې ،چي دولسوالۍ واک لاتر اوسه پوري ددوی په لاس کی دي اوددولت ادعا ناسمه بولي.
پوښتنه دلته ده،چي که په یادو عملیاتو کي دافغان فوځ سرتیري پس له لنډې مودي وروسته له دي ولسوالۍ څخه بیرته ووزي آیادګوتو په شمیر پولیس به وکړای شي چي دیادي ولسوالۍ ساتنه ترسره کړی او که نه ؟.

Copyright Larawbar 2007-2024