دترکیه په اوبوکي دافغاني مهاجروکشتي ډوبه شوله

59 | جون 9th, 2013


دترکیه او یونان په اوبوکي پرون دافغاني مهاجرویوه بیړۍ چي( ۱۵)تنه افغانان پکښي ناست وو، ناببره په اوبو کي ډوبه شوله. دافغاني مهاجرودسایت په یوه خبرکي راغلي ،چي په ډوبه شوۍ بیړۍ کي پنځه کسان ورک شوي ،نه تنه ژغورل شوی اودیوي افغاني ښځي واحیدي سلامي په نوم مړي یې موندل شوي دي.
ترکیه په ورستیوکلنوکي دافغاني ناقانونو مهاجرودراتګ لمړني بندر ګڼل کیږي،او د(۲۰۱۰) کال را په دي خواه څه باندي(۱۲۸۰۰۰) افغان مهاجردترکیه او یونان له لاري اروپایې هیوادو نوته رسیدلي دي.
دافغاني مهاجرو دتګ لړۍ داسترالیا اونیوزیلاندخواته هم په خرپ سره روانه ده .تیرکال داندونیزیادیاوا او سومارت په جزیروکي هم دافغانو مهاجرو بیړۍ په اوبو کي ډوبه شوله چي( ۷۲) افغانان پکي ناست وو.همدارنګه دهندپه بحرکي دافغانانو بله ( ۶۰ )کسیزه بیړي هغه وخت ډ‌وبه شوله ،چي استرالیاته روان وو. داسترالیا داوبو دسرحدي امنیتي ځواکونو لخواه د(۶۰)کساانو دژغورلو هڅي پیل شوي او په پایله کي زیاتره کسان وژغورل شول ولي (۱۳) کسان پکښي مړه موندل شوي وو.

Copyright Larawbar 2007-2024